افغان کرکټ ملي لوبډلې په دويمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې عمان کرکټ ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.
افغانستان په ۱۲ منډو بریا سره دعمان خلاف روانۍ سیالۍ ۲ د ۰ بریا په وړاندې وګټلې او په دې سره دغه سفر د افغان کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې چې ننۍ ( دوشنبه) سیالۍ د عربي اماراتو په ابوظبي کرکت نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
په سیالۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ لوبه وکړه، چې د شهزاد محمدي د نیمه سلیزې ۶۰ منډو په مټ یې په پوره ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۰ منډی جوړی کړی.
د هدف په دفاع کې د افغانستان له پاره په بالینګ کی یو ځل بیا بالرانو ښکلې لوبه وکړه، چې دعمان کرکټ ملي لوبډله یې په پوره ۲۰ اورونو کې تر ۱۴۸ منډو را ایساره کړه.
دافغانستان له پاره یو ځل بیا ځوان لوبغاړي ښه وځلیدل، چې یامین احمدزي ۳ لوبغاړي وسوځول خو سید شیرزاد او روښان بارکزي بیا دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.
د یادونې وړ ده، چې د پرونۍ ۲۷ او ننۍ ( دوشنبې ورځې) ۱۲ منډو بریا سره افغان کرکټ ملي لوبډلې د عربي اماراتو روان سفر هم پای ته ورساوه.
د عربي اماراتو سفر افغان کرکټ ملی لوبډلې د عمان خلاف په ۳ ورځنۍ تمریني سیالۍ پیل کړ چې په مساوي توګه پاې ته ورسیده او ورپسې یې د پی این جي کرکټ ملي لوبډلې خلاف په څلور ورځنۍ (لویو وچو) جام سیالۍ کې بریا ترلاسه کړه خو په ورپسې یواځینۍ شل اوریزه لوبه کې یې روان کال د دویم ځل له پاره د هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې خلاف ماتې وخوړله.