افغان کرکټ ملي لوبډله په لارډز لوبغالي کې میلمنه وه

کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان کرکټ بورډ لخوا لارډز لوبغالي ته ور بلل شوی وه.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې افغان لوبډلې د خپلو تمریناتو څخه په فرصت د انګلستان لارډز لوبغالي څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي ستانکزی زیاتوي چې افغان لوبغاړو په لارډز تاریخي کرکټ لوبغالي کې د انګلستان او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د لومړۍ ټیسټ لوبې ننداره وکړه.

دیادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلینډ خلاف کېدونکي انټرکانټینینټل جام څلور ورځنۍ سیالۍ ته لا له  وړاندې په انګلستان کې ۱۲ ورځني تمرینات نیولي دي.

د روانو تمریناتو په ترڅ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د بیلا بیلو تمریناتو ترڅنګ د (اکسفورډ) پوهنتون کرکټ لوبډلې ته هم په تمریني سیالۍ کې ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کی شهزاد محمدي د څه باندې یو کلن انتظار وروسته په ملي لوبډله کې ولوبیده په غبرګو سلیزو سره یې ۲۶۶ منډې جوړې کړې.

په سیالۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله سیاله د اکسفورډ پوهنتون لوبډله په ۲۹۶ منډو له ماتې سره مخ کړه او پدې سره یې سکاټلینډ ته د خطرزنګ واوروه.

د کرکټ بورډ لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې چې ټاکل شویده افغان کرکټ ملي لوبډله به د انګلستان د روان تمریني سفرپه پای کې د انګلستان له (میډل سیکس) لوبډلې سره هم تمریني سیالۍ ترسره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سی سی) د پلان له مخې به ټاکل شویده افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان (انټرکانټینینټل) جام څلور ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه د جون میاشتې په ۲ مه نیټه له سکاټلینډۍ لوبډلې سره په (سټرلینګ) ښار کې ترسره شي.

د کرکټ نړیوالې شورا د پلان له مخې به د روان انټرکانټینینټل جام سیالیو اتله لوبډله به په ۲۰۱۸ کال کې د ټیسټ کرکټ وروستي مقام لرونکې لوبډلې سره د ۲ ټیسټ لوبو ترسره کولو چانس ترلاسه کړي.

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام