افغان کرکټ ملي لوبډله له انګلستان څخه سکاټلینډ ته رسېدلې

افغان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان تمریني سفر پای ته رسولې او پرون خپل اصلي هدف ټاکنیز پړاو ټورنامنټ لوبولو له پاره سکاټلینډ ته ورسیده.

د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان تمریني سفر وروستۍ شل اوریزه لوبه له میډل سیکس لوبډلې سره ترسره کړه، چې په کې افغان لوبډلې ماتې وخوړه.

دانګلستان دویمې درجې میډل سیکس لوبډلې له افغان لوبډلې څخه د لومړۍ ماتې غچ واخیست او په ۴ ویکټو یی دا فغانستان تمریني سفرپه ماتې سره پای ته ورساوه.

په وروستۍ لوبه کې د افغانستان بالینګ ناکامه شو، چې د خپلو ۱۷۸ منډو څخه یې دفاع ونه کړی شوه او بیا کوربه لوبډلې ټاکل شوی هدف ۱ اور وړاندې ترلاسه کړ.

د سکاټلینډ او ایرلینډ په کوربتوب ۲۰۱۶  زيږدیز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام ټاکنیز پړاو سیالیو ته د ښه تیارېو په موخه افغان لوبډلې په انګلستان کې دیوې اونۍ تمریني کمپ ترسره کړ.

په دې تمریني کمپ کې افغانستان له ورویکشایر او میډل سیکس دویمه درجه لوبډلو سره درې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره کړې، چې د افغانستان په ۲ بریاوو کې ویکټ ساتوونکي برید کوونکي بیټسمین شهزاد محمدي په یواځې ځان د ټولټال ۱۶۹ منډې جوړې کړې او د افغانستان د بریاوو مهم لوبغاړی وو.

په دې سفر کې افغانستان لومړۍ لوبه کې ۱۳۱ منډو هدف کوربه لوبډلې (ورویکشایر) دویمې درجې لوبډلې ته ورکړ، چې کوربه لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

دغه راز په دویمه سیالۍ کې افغانستان د برمنګهم بیرز لوبډلې خلاف د شهزاد سلیزې په مټ په ۲۸ منډو بریا خپله کړه، دریمه لوبه یې د میډل سیکس دويمې درجې لوبډلې خلاف هم د شهزاد محمدي د ۶۹ منډو په مټ په ۶ ویکټو وګټله، خو د سفر وروستۍ سیالۍ یی د شهزاد په نه شتون کې په ۴ ویکټو میډل سیکس دویمې درجې لوبډلې ته وبایلله.

افغان لوبډله اوسمهال خپل اصلي هدف ته رسیدلې ده او ټاکل شوې ده، چې په سکاټلینډ کې به د ۲ ورځو تمریناتو وروسته دغلته د سې شنبې په ورځ په (ایډنبرګ) لوبغالي کې د جرسي سره او د چهارشنبی په ورځ په سټرلینګ لوبغالي کې له هانګ کانګ سره د ۲۰ اوریزه نړېوال جام د ټاکنیز پړاو رسمي تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.

که څه هم د ۲۰ اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو لوبې د دوه هیوادونو په کوربتوب پلان شوي، خو افغانستان به د خپل ګروپ ټولې لوبې په سکاټلینډ کې ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام