افغان کرکټ بورډ وایي، چې راتلونکې میاشت به افغانستان د عربي اماراتو په کوربتوب ۶ بېلا بیلې کرکټ سیالۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ مرستیال عمومي مشر حاجي عزیزالله فضلي سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان کرکټ ملي لوبډله به د روانې نوامبر میاشتې په ۲۵ مه نیټه عربي اماراتو ته سفر وکړي.
د نوموړي په وینا، افغان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې دیسمبر میاشتې په ۱۴ مه، ۱۶ مه او ۱۸ مه نیټه له کوربه کرکټ ملي لوبډلې سره ۳ شل اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره کړي.
فضلي زیاته کړه، د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې سره به د افغان کرکټ ملي لوبډلې د سیالیو وروسته د افغانستان په استازیتوب یوه کرکټ لوبډله د پیښور زلمي کرکټ لوبډلې میلمنه وي.
د کرکټ بورډ مرستیال عمومي مشر وویل، د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو له پاره یې د پیښور زلمي کرکټ لوبډلې وړاندیز منلی دی.
د عزیز الله فضلي پر وینا، د افغانستان په استازیتوب به یوه لوبډله چې تراوسه یې په لوبیدونکي نوم وروستۍ پریکړه نه ده شوې د دیسمبر په ۲۲ مه ، ۲۳ مه او ۲۵ مه نیټه د پاکستان دویم پړاو (سوپرلیګ) شل اوریزه سوداګریزو کرکټ سیالیو ته تیاري نیوونکي (پیښور زلمي) لوبډلې سره ۳ شل اوریزه سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره کړي.
فضلي دا هم وویل، چې د پیښور زلمي کرکټ لوبډلې په کوربتوب به ۳ واړه کرکټ سیالۍ کرکټ مینه والو ته د تلویزیون پر پرده په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
د نوموړي په وینا، له عربي اماراتو سره د ۳ کرکټ سیالیو کوربتوب هم د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډله په غاړه لري او هڅه به وکړي، چې سیالۍ په ژوندۍ بڼه په تلویزون خپرې شي.
په همدې حال کې د پیښور زلمي کرکټ لوبډلې مشر جاوید افریدي بیا په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د (افغانستان زلمي) په نوم لوبډلې ته هرکلی ویلی او د دوی د بریا هیله یی ښودلې.
د یادونې وړ ده، چې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډلې کومه نړیواله سیالۍ نه ده ترسره کړې، چې یو شمیر لوبغاړي د کابل په (فیزیکل فټنس) کمپ کې بوخت دي، خو نبي عیسی خیل، شهزاد محمدي او راشد خان بنګله دیش او ګلبدین نایب بیا د سوداګریزو کرکټ سیالیو له پاره امریکې ته تللی دی.