افغان لوبغاړي یو بل سوداګریزلیګ ته ور روان دي

د بنګله دېش، پاکستان او هندوستان په سوداګریزو کرکټ سیالیو کې له اخیستلو او لوبېدلو وروسته افغان لوبغاړي د نړۍ په څلورم لیګ کې د لوبېدو چانس لري.

د کریک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخی، د ویسټ انډيز کربین پریمیر لیګ (سي، پی، ایل) سیالیو لومړني لېست کې د ۵ افغان لوبغاړو نومونه ثبت شوي دي.

په دې لوبغاړو کې د نبي عیسی خېل، راشد ارمان او نجیب الله ځدران ترڅنګ له نړیوال کرکټ ګوښه شوی د غوراوي کمېټې د اوسني مشر نوروزمنګل او اوسني کپټان اصغرستانکزي نومونه هم لېدل کېږي.

فرید هوتک سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، ۵ واړه غوره شوي لوبغاړي د افغانستان کرکټ بورډ له خوا نه بلکې د خپلو ایجنټانو له خوا د دغو سیالیو لومړني لېست ته غوره شوي دي.

د نوموړي پر وینا، دغو سیالیو د افغان لوبغاړو غوره کېدل د افغانستان د کرکټ له پاره یو بل زیری دی او که د لوبډلو له خوا واخیستل شي؛ نو افغان کرکټ بورډ ورته د اجازې ورکړې مسولیت په غاړه لري.

دغو سیالیو ته بیا په لومړني لېست کې د افغانستان مشهوره چټک بېټسمین او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد محمدي نوم نه لېدل کېږي.

د راپور له مخی، د سږ کال (سي، پي، ایل) سیالیو د لوبغاړو په لومړني لېست کې ۲۵۸ لوبغاړو نومونه ثبت شوي، چې ګډون کوونکې لوبډلې د خپلې خوښې لوبغاړي جذب کړي.

د افغان لوبغاړو ترڅنګ په دې ډله لوبغاړو کې له هندوستان پرته د 9 بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو او د کاناډا، امریکې، عمان او ایرلینډ هېواد لوبغاړي شامل دي.

پاکستان ترټولو زیات ۴۶، اسټرالیا ۲۸، سریلانکا ۱۹، نیوزیلینډ ۱۷، سویلي افریقې ۱۶، انګلستان ۴، بنګله دېش ۴، زمبابوی ۴، ایرلینډ ۳، کاناډا ۲ خو د امریکې او عمان بیا یو، یو لوبغاړی دغو سیالیو ته معرفي شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سږکال (سي، پي، ایل) سیالیو د لوبغاړو اخیستنه د روانې مارچ میاشتې په ۱۰ نېټه په برباډوس جزیره کې ترسره شي.

د سږکال کربین پریمیر لیګ سوداګریزې شل اوریزه کرکټ سیالۍ به د سږکال اګست میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټنمبر په ۹ نېټه به د اتلې لوبډلی په اعلان سره پای ته ورسیږي.

د ویسټ انډیز کربین پریمیر لیګ سیالیو له پاره د ۵ افغان لوبغاړو نومونه داسې وخت اعلانیږي، چې د بنګله دېش او پاکستان په سوداګریزو سیالیو کې له لوبېدو وروسته تېره میاشت د افغانستان د ۵ لوبغاړو له ډلې نبي عیسی خېل او راشد ارمان په ۳۰ او ۴۰۰ لکه هندۍ روپو د هندوستان لسم پړاو سترو سوداګریزو (ای، پي، ایل) سیالیو له پاره د دفاعي اتلې سن رایزرز حیدراباد لوبډلې له پاره لوبېدو ته واخیستل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام