افغان فوټبال فدراسیون خپل مشر روزونکی وشړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان وکړ، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی ازربایجاني الاصله المانی " سلوان سکلیزیچ " یې له دندې ګوښه کړی دی.

د فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره د الماني روزونکي دندې مثبتې پایلې نه لرلې او نوموړی، یې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د وروستیو ناکامیو او خرابو لوبو له کبله له دندې ویستی دی.

سلوان سکلیزیچ د روان کال په فیبرورۍ میاشت کې د افغان روزونکي یوسف کارګر پر ځای د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو.

د نوموړي په روزنه کې افغانستان تراوسه ۵ نړیوالې او ۴ نړیوالې دوستانه سیالۍ ترسره کړي دي، چې په کې یوه دوستانه او یوه نړیواله سیالۍ ګټلې ده، یوه دوستانه لوبه یې برابره کړې ده، خو په ۵ لوبو کې یې ماتې خوړلې دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره د سلوان له هڅو ستاینه کړې ده او نوموړی یې یو پیاوړی روزونکی یاد کړی.

خبرپاڼه لیکي، چې ښایي له نوموړي څخه په راتلونکې بیا هم د افغانستان فوټبال د روزنې په موخه کار واخلي، خو اوسمهال ورته نوره اړتیا نه لري.

افغان فوټبال فدراسیون دغه راز ویلي دي، چې اوسمهال د فوټبال نړۍ له مشهوره او لومړۍ لیکې روزونکي سره په خبرو بوخت دي.

د فوټبال فدراسیون چارواکي زیاتوي، چې تمه لري ډیر ژر یو بل تکړه روزونکی د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د روزنې په موخه وګوماري.

د فدراسیون خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دوی د افغانستان فوټبال د ښه والي او دغه راز د هیوادوالو د خوشحالیو په فکر دي او له همدې کبله یې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ښه کیدو او ښه ځلیدو په موخه د روزنې په برخه کې تغیرات راوستل.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې چې ډير ژر به د افغانستان فوټبال ملی لوبډلې نوی روزونکی او دغه راز د لوبډلې سره مل فني ډله غوره کړي او د رسنیو پر وړاندې هیوادوالو ته معرفي کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام