وسله والو طالبانو پاکستان، ایران، چین او دمنځنۍ اسیا هیوادونو ته ډاډ ورکړی دی، چې د تېر مهال سخت دريځ یې ترک کړی دی.
همدا ډول طالبانو د ښځو د زده کړو او حقونو په اړه هم په خپلو کړنلارو کې بدلون راوستی دی .
دافغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له بهیر باخبره سرچينو دپاکستان ایکسپرس ټریبیون ته ویلي دي، چې دوی په زیات شمېر مواردو کې خپله تګ لاره د پخوا په پرتله نرمه کړې ده.
دغه سرچېنه، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ، زیاته کړې وسله والو طالبانو په خپل دریځ کې دغه بدلون نړیوالې ټولنې ته د باور ورکولو په نیت راوستی دی.
طالبانو ویلي، چې د مذاکراتو د بریا له پاره دوی تر زیاتې کچې خپله تګ لاره بدله کړې ده.
د سرچينې په وینا، د خبرو اترو په لړ کې د طالبانو له خوا د خپل دریځ نرمولو اعلان کول، یو نیک ګام او دمذاکراتو یوې پایلې ته د رسېدو لارې پرانیزي.
له دې وړاندې، چې کله هم افغان حکومت طالبانو ته د خبرو اترو بلنه ورکړې؛ نو د وسله والو وروستی دریځ له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو وتل و؛ خو اوس داسې نښې نښانې څرګندې شوي، چې په دې برخه کې هم وسله والو طالبانو خپل دریځ نوی کړی دی.
که وسله والو طالبانو د سولې د خبرو اترو په درشل کې په خپله تګ لاره کې دومره لوی بدلون راوستی وي؛ نو دا هغه اندېښنو ته ځواب دی، چې په حکومت کې له راشریکېدو یې ځینې مدني ټولنې او سیاسي ډلې څرګندوي.
په کابل کې تېره اونۍ د مارشال فهیم د لومړي تلین یاد غونډې ته پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ویلی و، چې د سولې له خبرو ملاتړ کوي خو دغه پروسه باید دخلکو په خوښه پر مخ لاړه شي.
ځېنو نورو سیاستوالو هم د ۱۳ کالو لاسته راوړنو خبره کړې وه، چې دسولې د خبرو اترو قرباني نه شي.
دحکومت اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني په خپلو څرګندونو کې بیا خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د سولې په پروسه کې به د تېرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې په پام کې نیسي.
طالبانو دخپلې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د جونو ښونځي بند کړي و، په دولتي ادارو کې ښځینه کارکونکې نه وې او پرته له (محرم) یې ښځینه په بازارونو کې نه پرېښودلې.
همدا ډول له دې وړاندې د بهرنيو ځواکونو په اړه د طالبانو دریځ دا و، چې په افغانستان کې د وروستي بهرني وسله وال تر موجودیت به دوي جګړې ته دوام ورکړي.
اوس چې د افغان سولې په اړه اوازې تودې شوي، د طالبانو له لوري داسې خبر خپرېدل دنويو هیلو د راټوکېدو لومړی پړاو شمارل کېدلی شي.