د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې امریکایانو ته په خطاب کې ویلي چې په اوسنیو خبرو اترو کې له تعقل او تفاهم نه کار واخلي او رښتینی عمل وکړي.
په دغه پیغام کې، له امریکا سره د طالبانو د وروستیو خبرو اترو موخه «د اشغال پای» بلل شوی دی.
د نوموړي په پیغام کې لیکل شوي: «هېڅوک دې له موږ دا تمه نهلري چې خپلې موخې ته تر رسېدو وړاندې به جګړه کمه او د تېرو څلوېښتو کلونو قربانۍ به هېرې کړو.»
هبتالله اخندزاده ویلي، اوس له امریکایانو سره د دې ډلې د سیاسي دفتر له لارې د تفاهم هڅې روانې دي او تمه لري چې یادې خبرې اترې ښې پایلې ولري.
نوموړي ویلي، له امریکایانو سره د خبرو ترڅنګ، د بینالافغاني تفاهم په برخه کې هم ښه پرمختګ شوی دی.
په دغه پیغام کې لیکل شوي چې «اسلامي امارت په خپل اصولي او سولهییز دریځ سره توانېدلی چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو اجماع په خپله ګټه را وڅرخوي.»
د طالبانو مشر ویلي، «د کابل اداره د ځان د مطرح کولو لپاره هڅه کوي چې د امارت او افغان سیاستوالو مخه ونیسي، خو اسلامي امارت یادو بېګټو هڅو او سیاسي مراحمتونو ته پام نهکوي.» نوموړي ټینګار کړی چې دوی د واک انحصار نه غواړي، «موږ باور لرو چې ټول افغانان په نظام کې په رښتینې توګه خپل ځان وویني.»
په یاد پیغام کې لیکل شوي چې «اسلامي امارت له ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره پر مثبتو اړیکو باور لري او له ګاونډیانو سره ښه ګاونډیتوب ته ژمن دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د استازیو او یوشمېر افغان سیاستوالو ترمنځ د مسکو دویمه غونډه څو ورځې وړاندې بېپایلې پای ته ورسېده.