افغان حمید الله کریمي له هندي کلب سره یوځای شو

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړی حمید الله کریمي د یو تړون له‌مخې د هندوستان کورنیو فوټبال سیالیو ته غوره شو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، حمید الله کریمي د ډهلي یونایټیډ لوبډلې په ګټه د هندوستان په دویمه لیکه فوټبال سیالیو کی لوبېږي.

د برید لیکي ۲۶ کلن افغان لوبغاړی حمید الله کریمي د طوفان هريرود فوټبال لوبډله کې ولوبېد او په ښه ځلېدو بیا د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ته هم غوره شوی و.

حمید الله کریمي چې په ۹ شمېره کمیس کې لوبېږي لومړی افغان او یوازینی بهرنی لوبغاړی دی، چې د پور په بدل کې د ډهلي یونایټيډ لوبډلې په ګټه لوبېدو ته غوره کېږي.

د افغانستان فوټبال دغه ځوان لوبغاړی په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه لوبېدو ته هم غوره شوی و او د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې یی په‌دغه سیالیو کې یو ګول هم وهلی و.

حمید الله کریمي په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په لومړي پړاو لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو کې ولوبېد، چې د ۹ ګولونو په وهلو سره یې طوفان هریرود لوبډله لومړۍ اتلولۍ ته ورسوله.

حمید الله کریمي د افغانستان په کورنیو فوټبال سیالیو کې پرله‌پسې ښه وځلېد او ۲ ځلې یې د سرو زرو بوټ جایزه هم ترلاسه کړه.

د هندوستان دویمه لیکه فوټبال سیالۍ هر کال د هندوستان کورني فوټبال په چوکاټ کې کېږي، چی موخه یې د هندوستان لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو ته د لوبډلو غوره کېدل دي.

د حمید الله کریمي په موجودیت کې ډهلي یونایټيډ لوبډله اوسمهال په خپل لومړي ګروپ کې د ۶ لوبو او ۹ امتیازونو وروسته دویم مقام لري، چې د ۱۲ ګډونوالو لوبډلو څخه ۶ لوبډلو وروستي پړاو کې د لوبېدو ځای ترلاسه کړ، چې ډهلي په کې یونایټیډ لوبډله هم شته.

د افغانستان څخه حمید الله کریمي په‌داسی حال کې د هندوستان دویمې لیکې فوټبال سیالیو ته غوره کېږي، چی د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخوانی کپټان اسلام‌الدین امیري له پخوا د هندوستان په لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو کې د چنایي فوټبال کلب په ګټه لوبېږي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام