افغان امنیتي ځواکونو د کندوز کلای زال ولسوالي بېرته ونیوله

د کندوز په کلای زال ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې د افغان امنیتي ځواکونو ولکې ته ورغله.

د لومړۍ لوا د ۲۰مې پامیر فرقې قوماندان جنرال راحت ګل وویل، چې دا ولسوالۍ سقوط ته نږدې وه، خو ښه و نن سهار مهال د طالبانو له ولکې خلاصه شوه.

د ده په خبره، دغې ولسوالۍ د دوه درېیو ساعتونو له پاره سقوط کړی و، خو خوشبختانه، چې نن سهار ۳ بجې یې بېرته له طالبانو نه ونیوله.

د ده په باور، اوسمهال طالبان له ښاره وړاندې په یو بل ځای کې موقعیت لري.

خو د کندوز ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، چې دې ولسوالۍ سقوط نه و کړی او همدا اوس ټوله ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده.

د کندوز امنیه قوماندان وویل، چې په څلورو ورځو کې په دې نښته کې ۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي او د کلای زال ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي دي.

له دې سره هم مهاله یو شمېر امنیتي سرچینې وايي، چې طالبان د ولسوالۍ لېرو پرتو سیمو ته تښتېدلي دي او امنیتي ځواکونو ورسره په هماغو ځایونو کې نښتې پیل کړې دي. خو د امنیتي ځواکونو یو سرباز سلام وطندار ته وویل، چې اوس هم د دې ولسوالۍ نیمه برخه له طالبانو سره ده.

کلای زال د کندوز ختیځه شمال ختیځه ولسوالي ده، چې له تاجکستان هېواد سره ګډه پوره لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام