دافغانستان (الف) کرکټ ملي لوبډله نن د سریلانکا په کوربتوب ددې هیواد له (پرمختیایي) کرکټ لوبدلې سره د یو لړ سیالیو په موخه دغه هیواد ته په سفر وکوچېده.
کرکټ بورډ نن د دغو ۲۱ ورځني سفر له پاره خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې نجیب ترکی، عثمان غني، غمې ځدران اوکریم صادق په کې نه دي اخیستل شوي، خو ۲ ویکټ ساتوونکو قسیم اوریاخیل او افسرځاځي ته دلوبیدو موقع ورکړل شوې ده.
کرکټ بورډ په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې افغان لوبډله به په دغه سفر کې له کوربه لوبډلې سره ۲ څلور ورځنۍ او ۴ پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په افغان (الف) کرکټ ملي لوبډله کې له ملي لوبډلې څخه کینول شوي پخواني او اوسني لوبغاړي هم شامل دي.
لوبډله کې د شل اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو سیالیو څخه راستون شوي برید کوونکي بیټسمین نجیب الله ځدران ته هم دلوبیدو موقع ورکړل شوې ده.
په اعلان شوې (الف) کرکټ ملي لوبډله کې رحمت شاه زرمتی ، نجیب الله ځدران ، نورالحق ملکزی، افسرخان ځاځی، قسیم اوریاخیل ، ناصرجمال احمدزی، حشمت الله شهیدي، فرید ملک، سید شیرزاد ، ظاهرخان، نورعلي ځدران ، عبدالله عادل، شبیرنوري ، یامین احمدزی، حمزه هوتک او ضیا الحق عیسی خیل شامل دي.
یادې لوبډلې د کابل په شخصي سلیم کاروان کرکټ لوبغالي کې د ۲ اونیو له پاره تمرینات ترسره کړل چې د سریلانکا سفرله پاره ښه لوبغاړي غوره او بیا یې له تخنیکي پلوه ښه وروزي.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چې د سریلانکا په دې سفر کې به د افغانستان (الف) کرکټ ملي لوبډلې روزنه رییس احمدزي په غاړه ولري چې ورسره به خالقداد نوري او انډي مولزد مرستیالانو په توګه مل وي.
د یادونې وړده چې کرکټ بورډ روانه اونۍ په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې هرکال به خپلې (الف) کرکټ ملي لوبډلې ته ۳ بهرني سفرونه برابروي ترڅو وکولای شي افغان (الف) کرکټ ملي لوبډلې ته پیاوړي ملاتړي لوبغاړي وروزي.
کرکټ بورډ وایي چې له همدې (الف) کرکټ ملي لوبډلې څخه به غوره لوبغاړي دافغانستان په کرکټ ملي لوبډله کې د لوبیدو چانسونه ترلاسه کوي.