د عامې روغتیا وزارت د هېواد نهو ولایتونو کې پر کورونا ویروس د تازه ۳۸ پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار نن یکشنبه کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۱۰ یې هرات، ۱۰ کابل، ۸ کندهار، ۳ پکتیا، ۲ بلخ، ۲ سمنګان او یوه یوه پېښه کاپیسا، تخار او زابل ولایتونو کې ده.
په دغو ۳۸ تازه پېښو سره ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۳۷ ته رسېږي.
دې سره هممهاله د عامې روغتیا وزارت وايي، لوګر کې په کوویډ ۱۹ ناروغۍ ۲ اخته کسان او کابل کې هم په دغې ناورغۍ یو اخته کس بېرته روغ شوي دي.
هېواد کې تراوسه کرونا ناروغۍ نه د جوړو شویو کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی او ۷ کسان بیا د کرونا له کبله مړه شوي دي.
افغانستان کې د کرونا زیاتې پېښې هرات او ورپسې کابل دی چې تراوسه ۵۲ پېښې په کې ثبت شوي.
دولت هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د کابل په ګډون څو ولایتونو کې پر ګرځېدو محدویت لګولی، ځو د عامې روغتیا او د کورنیو چارو وزارتونو مسوولیت وايي، هېوادوال دغو محدودیتونو ته جدي پام نه کوي.
د کابل والي تېره ورځ خبرداری ورکړ، چې سر له نن څخه به کابل ښار کې په ګرځېدو د بندیز لپاره تدابیر نور هم سخت کړي.
هغه ویلي، بندیزونو څخه سرغړونکي قرنطین کیږي او د کار ځای ته یې اطلاع ورکول کیږي چې هغوی جریمه کړي.
د کورنیو چارو وزارت هم تر دې وړاندې ویلي وو، هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې له اړتیا پرته له کوره بهر کېږي.