افغانستان کې خلک تر ۶۵ کلنۍ د ژوند هیله لري

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، په افغانستان کې خلک تر ۶۵ کلنۍ د ژوند هیله لري. دوی وايي، د نفوسو او پراختیا په غونډه کې چې په ۱۹۹۴ کال په قاهره کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې ژوند ته د خلکو هیلې لرلو کچه ۵۳ کلونه یاد شوي وو.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال محمداسماعیل رحیمي چې په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ وضعیت په اړه د خپاره شوي راپور او په روان کال کې د افغانستان د نفوسو په اړه جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، تازه شمېرې ښيي چې په افغانستان کې خلک تر ۶۵ کلونو ژوند کولو ته هیله‌مند دي.

د رحیمي په وینا، په بېلابېلو برخو کې د ښو خدمتونو وړاندې کول لامل شوي چې په‌دې برخه کې د افغانانو سلنه لوړه شي.

هغه وايي، د افغانستان نفوس په ډېرېدو دی او د کورنۍ د تنظیم په پروګرامونو او د طبیعي سرچینو په ساتلو به په هېواد کې ډېر ژوند کولو ته د خلکو د هیلو کچه لوړه شي.

په همدې حال کې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې مسلکي مرستیال حسیب‌الله موحد وايي، د افغانستان د نفوسو شمېر به په روان کال کې ۳۲،۲ میلیونو کسانو ته ورسېږي.

د اقتصاد وزارت  او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې شمېرې ښيي چې د هېواد ۵۰ سلنه نفوس له ۱۸ کلونو کم‌عمره کسان دي.

د دغو شمېرو له مخې، د زېږېدونکیو ماشومانو کچه په هره ښځه کې ۵،۳ ماشومان دي. دغه راز د واده کوونکیو نجونو منځنۍ کچه ۱۸،۵ کلونه او د هلکانو هم ۲۲،۹ کلونه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام