په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وايي، افغانستان دا فرصت درلود چې په سیاسي پرېکړو کې د ښځو د نه ګډون موضوع حل کړي. هغه څه چې ډېر مهم دي، د سولې خبرو اترو کې د ښځو د استازیو ګډون ته پام دی. افغان حکومت له کلونو همغږۍ او ملاتړ وروسته اوس په ډیموکراټیکو برخو کې د ښځو ګډون او وړتیا په رسمیت پېژندلي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک په ټول افغانستان کې د ښځو د سلګونو شبکو د موجودیت او ملاتړ او د دغو مثبتو ټکیو د ملاتړ لپاره یو ښه پیل و.
دې هوکړې په افغانستان کې د ښځو شبکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت دی، څو ښځې وکولی شي چې په بینالافغاني خبرو اترو کې په ګډون سره د خپلو بشري حقونو دفاع وکړي.
افغانې ښځې په ټولنه کې د سولې په برخه کې د اقداماتو د هڅونې لپاره ښه رول لوبوي. په ډېری دغو هڅو کې چې د ملګرو ملتونو له لوري یې ملاتړ کېږي، افغان ښځې راټولې شوي چې په سیاسي پرېکړو او د سولې لپاره په روانو هڅو کې سره خبرې وکړي.
ملګري ملتونه هغو پرمختګونو ته په کتو چې د بینالافغاني خبرو لپاره دروازې پرانېزي، د ښځو حقونو د دفاع ډلې د یوې طرحې جوړولو ته رابولي؛ ملګري ملتونه د دې پروګرامونو ملاتړ کوي، څو ښځې د سولې په ټولو رسمي خبرو اترو کې ګډون ولري.
روښانه ده چې افغان ښځې باید د سولې هر ډول رسمي خبرو اترو یوه برخه وي. په دغو خبرو کې د ښځو پوره او مانالرونکې ونډه د سولې د تلپاتې کېدو لامل کېږي؛ دا موضوع په ځلونو د نړۍ په نورو برخو کې ثابته شوې ده.
ملګري ملتونه تل د سولې په څېر په مهم ملي او سیمهيیزو پروسو کې د ښځو د ګډون په برخه کې فعال وو، څو د افغانو ښځو لپاره دا اسانتیاوې برابرې کړي چې د سولې په خبرو اترو کې مهم رول ولري.
ملګري ملتونه به په راتلونکې پروسه کې د ښځو د ښه رول لوبولو لپاره هغوی ته د مسلکي مشورو ورکولو ترڅنګ د هغوی ملاتړ وکړي، څو د سولې په بینالافغاني خبرو اترو کې یې ګډون اغېزمن او د یادو خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي یوه مهمه برخه وګرځي.
افغانو ښځو د نارینهوو په پرتله په بېلابېلو برخو کې ډېرې ستونزې تجربه کړي او همدا لامل دی چې د سولې په خبرو اترو کې یې ګډون مهم دی. د هېواد په کچه د ښځو د همغږۍ او حقونو د دفاع شبکې باید د سولې په مرکچي پلاوي کې د دوی د ګډون لامل شي؛ دا موضوع د سولې په پروسه کې بنسټیزې پایلې لري.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې نه یوازې د سولې په خبرو اترو کې د ښځو پر وړاندې جنسیتي توپیر پای ته ورسېږي، بلکې د وروستیو هوکړو پر مهال هم د ژوند په ټولنیزو، اقتصادي، مدني او سیاسي برخو کې دا توپیر ختم شي.