افغانستان په کرکټ نړیوال جام کې له مخکې تګ پاتې شو

د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب په روان ۲۰۱۵ مال کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان له نیوزیلینډۍ لوبډلې څخه په ۶ ویکټو ماتې وخوړه او له مخکې تګ څخه پاتې شوه.

د کرکټ نړیوالی شورا د معلوماتو له مخی چې په ننۍ سیالۍ کې افغان کپتان نبي عیسی خیل پچه وګټله او پخپله یې د لسو کلونو راپدیخوا د بیټینګ لپاره مناسب لومړي مقام لرونکي (نیپیر) کرکټ نړیوال لوبغالي کې یې د لومړي بیټینګ پریکړه وکړه چې افغان بیټسمینانو غلطه ثابته کړه.

د معلوماتو له مخې چې د نیوزیلینډ خلاف لوبه کې افغان لوبډلې ښه پیل نه درلوده او په 59 منډو کې یې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو نجیب الله ځدران او سمیع الله شینواري ښکلې لوبه وکړه او هر یو یې نیمه سلیزې  جوړې کړې.

د نجیب الله ځدران د ۵۶ او سمیع الله شینواري د ۵۴ منډو په مټ افغان لوبډله د لوبې په ۴۸ م اور کې په ۱۸۶ منډو وسوځیده.

د افغانستان لپاره په بیټینګ کې نوروزمنګل ۲۷ او حمید حسن ۱۶ منډی ترلاسه کړې خو افسرځاځي او عثمان غني بغیر له کومې منډې، جاوید احمدي او دولت ځدران په ۱ نبي عیسی خیل په ۶ او اصغرستانکزی په ۹ منډو وسوځید.

ددې هدف په ځواب کې نیوزیلینډۍ لوبډلې د تل په څیر برید کوونکې پیل درلوده او که څه هم یادې لوبډلې هدف ته درسیدو وړاندی ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو دلوبی په۳۷ م اور کې یې ټاکل شوی هدف یواځې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

دافغانستان لپاره یواځې شاپور ځدران او نبي عیسی خیل په ویکټ اخیستلو بریالي شول خو دوه نور نیوزیلینډي لوبغاړي بیا په منډه کې وسوځیدل.

که څه هم د نیوزیلینډ لپاره مارټن کپتل ۵۷ منډی جوړی کړی خو ډنیل ویټوري په ۴ ویکټو اخیستلو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

تراوسه په روان کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان ۴ لوبی کړي چې یواځې سکاټلینډ ته یې ماتې ورکړیده اوخپله راتلونکې سیالۍ به د جمعی په ورځ د مارچ په ۱۳ مه نیټه له انګلستانۍ لوبډلې سره ترسره کړي چې په ګټلو سره یې بیا هم د روان نړیوال جام سیالیو (کوارټرفاینل) ته لاره نشي پیدا کولی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام