د پاکستان رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله باید په راتلونکي میاشت د ۳ نړیوالو ۵۰ اوریزو او ۲ څلور ورځنیو سیالیو د لوبو له پاره پاکستان ته تللي وای.
راپورونه زیاتوي، چې داسې ونه شول.
د کرکټ لوبې مخکښې ویبپاڼې (کریک انفو) خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت خپل کرکټ بورډ ته مشهوره ورکړې، چې په اوس وخت کې دې د افغان لوبډلې له کوربتوبه تېر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې روانه اونۍ د پاکستان په لاهور ښار کې ځانمرګي برید ۷۰ کسان ووژل او له ۳۰۰ څخه زیات یې ټپیان کړل.
په همدې حال کې د پاکستان (ای، ار، وای) خبري تلویزون د افغانستان کرکټ بورډ په حواله خبر ورکړی دی، چې د افغانستان کرکټ بورد د امنیتي ستونزو له کبله پاکستان ته د ورتګه انکار کړی دی او دغه سفر اوس ځندېدلی دی.
تراوسه افغان او پاکستاني کرکټ بورډونو په رسمي توګه د کېدوونکو سیالیو د ځنډولو په اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان او پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د دواړه هېوادونو د نړیوالو لوبډولو د کوربتوب له پاره عربي اماراتو او هندوستان لوبغالي کاروي.
د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پلان شوې نړیوالې سیالۍ په داسې حال کې ځنډیږي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځېنې لوبغاړي لاهم په پاکستان کې اوسیږي او افغان کرکټ بورډ هم په وار وار له کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ لوبډلو سره د زیاتو نړیوالو سیالیو برابرولو غوښتنه کوي.
په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله په لاهور کې د خونړي برید لاندې راغله چې له هغې وروسته د نړۍ هیڅ مخکښه کرکټ ملي لوبډله د سیالیو له پاره پاکستان د سیالیو له پاره نه ده ورغلې.
افغان کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۱۱ کال کې لومړنۍ لوبډله وه، چې د امنیتي ستونزو سره د پاکستان (الف) کرکټ ملي لوبډلې سره د سیالیو په موخه پاکستان ته ورغله.
وروستۍ لوبډله زمبابوی وه، چې د لکونو ډالرو په لالچ کې یې تېرکال د یو ورځنیو او شل اوریزه سیالیو له پاره پاکستان ته سفر وکړ، خو د پاکستان کرکټ بورډ د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې د کامیابه کوربتوب سره سره د نړۍ بله ستره او یا هم دویمه درجه لوبډله پاکستان ته را کش نه کړای شوه.
پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د زیات مالي زیان سره سره له ۲۰۰۹ کال راهیسې د خپل کوربتوب ټولې سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره کوي.