د ایران په کوربهتوب د فجر جام سیالیو پرمهال چې ورته د سولې او دوستۍ نوم ورکړل شوی و، پای ته ورسېدې او افغانستان پهکې د ۱۵ مډالونو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړ.
د ووشو فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغانستان د ایران په کوربهتوب سیالیو کې ښې لوبې وکړې چې پهکې د افغانستان ښځینه او نارینه ووشو لوبغاړیو برخه اخیستې وه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغانستان له یادو سیالیو نه ۳ د سرو زرو، ۹ د سپینو زرو او ۳ د برونزو مډالونه وګټل او د ګډون کوونکیو لوبډلو په کتار کې یې دویم مقام وګاټه.
د ووشو فدراسیون وایي، جمشېد د افغانستان لپاره له دغه درېیم پړاو فجر جام نړیوالو سیالیو نه په تالو برخه کې د سرو زرو درې مډالونه وګټل.
دغه راز په تالو سبک کې شفیق توپان هم ښې لوبې وکړې چې د افغانستان لپاره یې د سپینو زرو درې مډالونه خپل کړل.
دغه راز ګلابشاه عمري هم په همدې سبک کې د افغانستان لپاره ۲ د سپینو زرو او ۱ د برونزو مډال خپل کړ چې ترڅنګ یې محمدشفیق سخا په ۵۶ کیلوګرام وزن کې، بشیراحمد عمري په ۶۰ کیلوګرامه، محمدمرتضی هوتک په ۷۰ کیلوګرامه، ارشاد ابدالي په ۸۰ کیلوګرامه او خالدعمر نوري په ۹۰ کیلوګرامه وزن کې ۵ نور د سپینو زرو مډالونه وګټل.
د وزن پورته کولو افغان لوبډله ایران ته لاړه
افغانستان سبا په هنډبال کې له ایران سره لوبیږي
دغه راز د ایران په کوربهتوب د درېیم پړاو په فجر جام ووشو سیالیو کې د افغانستان لپاره په ۱۹ کسیزه لوبډله کې یوازینۍ ایران مېشتې افغان ښځینه ووشو لوبغاړې فاطمې خیرالله الهي هم برخه اخیستې وه چې په ساندا برخه کې یې د افغانستان لپاره د برونزو مډال خپل کړ.
د ووشو دغه سیالۍ د ایران په زاهدان ښار کې وشوې چې پهکې د افغانستان په ګډون د هندوستان، پاکستان، عراق، فلسطین او کوربه ایران ښځینه او نارینه لوبغاړیو په بېلابېلو کټګوریو کې برخه اخیستې وه چې ۳ ورځې یې یو له بل سره سیالۍ وکړې.
د یادونې ده چې د یادو سیالیو کوربه هېواد (ایران) د ډېرو لوبغاړیو او مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام او د اتلولۍ جام وګاټه.