د برازیل په کوربتوب ۲۰۱۶ کال ریو المپیک سیالیو کې نن (شنبه) د افغانستان المپیکي ډلې وروستي لوبغاړي عبدالوهاب ظاهري خپله لوبه وکړه، چی د توفیق بخشي او کیمیا یوسفي په څېر له مخکې تګ پاتې شو او په دې سره په روانو المپیک سیالیو کې افغان لوبغاړو مډال ونه شو ګټلی.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې عبدالوهاب ظاهري په ۱۰۰ مترو واټن کې ځغاسته وکړه، چې په خپله ډله کې د ۸ لوبغاړو په منځ کې ۷ م مقام ترلاسه کړ.
عبدالوهاب ظاهري په نننۍ سیالۍ کې د ځغاستې په ۸ کسیزه ډله کې یوازې د مارشال جزیرې له لوبغاړي ریچسن سیمن څخه وړاندې و.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، عبدالوهاب ظاهري ټاکل شوې د ۱۰۰ مترو اوټن په ۱۱ اشاریه ۵۶ ثانیو کې وواهه خو هېڅ افغان لوبغاړې په جودو او ځغاسته کې افغانستان ته په مډال ګټلو بریالې نه شول.
د ۱۰۰ مترو په لومړۍ ځغاسته کې ۲۴ لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې عبدالوهاب ظاهري بیا په ټولیزه توګه د ۲۲ لوبغاړو په مینځ کې ۱۸ م مقام ترلاسه کړ.
په دې سیالیو کې د مسینډونیا هېواد لوبغاړي ریسټي پانډیف دغه واټن په ۱۰ اشاریه ۷۲ ثانیو کې وواهه او لومړې مقام یې خپل کړ.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د برازیل په کوربتوب د ریو المپیک سیالیو په دوام د افغانستان څخه لومړۍ او یوازینۍ ښځینه لوبغاړې کیمیا یوسفي هم خپله د ځغاستې سیالۍ ترسره کړه.
په سیالۍ کې افغان ځغاسته کوونکې کیمیا یوسفي په ۱۰۰ متره ابتدایي واټن کې په خپله ډله کې وروستې نهم خو په ټولیزه توګه ۲۲ م مقام ترلاسه کړ.
د ریو ښځینه ۱۰۰ متره ځغاستې سیالۍ د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ په ۳ ډلو کې ترسره شوې، چې کیمیا یوسفي ټاکل شوی واټن په ۱۴ اشاریه ۲ ثانیو کې وواهه.
نوموړې په خپله ۸ کسیزه ډله کې له ټولو لوبغاړو وروسته پاتې شوه، خو په ټولیزه توګه د سعودي عربستان ښځینه لوبغاړې کاریمان او او کیریباتي هېواد ښځینه لوبغاړی تیکواکي څخه وړاندې ټاکل شوی واټن ته ورسېده او دغه مقام یې ترلاسه کړ.
د ښځینه په لومړۍ ۱۰۰ متره ځغاسته کې د مالټا هېواد لوبغاړې شارلوټي ټاکل شوی د ۱۰۰ مترو واټن ۱۱ اشاریه ۸۶ ثانیو کې وواهه او لومړې مقام یې ترلاسه کړ.
د کیمیا یوسفي له لوبې وړاندې د افغانستان له پاره د المپیک سیالیو پیل په جودو لوبه کې توفیق بخشي په ماتې سره وکړ، چې یوازې د ۹ ثانیو لوبې وروسته د پرتګالي سیال په وړاندې تسلیم شو.
د برازیل په روانوریو المپیک سیالیو کې تراوسه امریکه ۵۰ مډالونو سره لومړی، چین په ۳۷ مډالونو سره دویم او برېټانیې بیا په ۲۲ مډالونو ځان دریم مقام ته رسولی.