نن ( د جولای ۳۰مه) د انساني قاچاق د نړېوالې ورځې سره برابره ده، چې د لومړي ځل له پاره د" افغانستان د پراختیا او چټکې مرستې" موسسې له خوا يې په هکله خبري ناسته وه.
دغه موسسه وايي، چې افغانستان د انسان په قاچاق کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د افغانستان د پراختیا او چټکې مرستې موسسې مشر محمد شعیب وايي، چې دغه راپور د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا نشر شوی او په کې ویل شوي، چې افغانستان په ۲۰۱۶ م ز کال کې د انساني قاچاق په برخه کې د "واچ لیست" یا لیدو لیست کې دویم مقام خپل کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلنۍ راپور له مخې په هرو ۳۰ ثانیو کي د انساني قاچاق له امله په نړۍ کې یو انسان له منځه ځي.
دوی د یوې اعلاميې په خپرولو سره له حکومتي مشرانو غواړي، چې د انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې له ګاونډيو هېوادونو سره د سیمه ییزې همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برخه کې د علماو رول هم د اهمیت وړ دی.
له دې وړاندې هم افغانستان له ۲۰۱۰م څخه تر ۲۰۱۳ م ز کاله پورې په نړۍ کې د انساني قاچاق په برخه کې دویم مقام درلود.
یاده دې وي، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت افغانستان د ۲۰۱۵م ز کال د وروستۍ شپږو میاشتو او د ۲۰۱۶م ز کال لومړيو شپږومیاشتو له مخې دغه اعلان کړی دی.