د افغانستان کرکټ بورډ لهخوا پرون په رسمي ډول د سږ کال په لومړي پړاو تاریخي افغانستان پریمیر لیګ شل اوریز کرکت سیالیو لهپاره د لوبډلو اخېستلو لهپاره سیالي پیل شوه.
د دغو سیالیو د رسمي وېبپاڼی د معلوماتو لهمخې، پانګهوال د روانې جولای میاشتې تر۲۶ مې نېټې د خپلې خوښې لوبډلې اخېستلو لهپاره فورمه ډکول او افغان کرکټ بورډ ته سپارلی شي.
د کرکټ بورډ په وینا، هر هغه څوک چې لوبډله اخلي؛ عمر یې باید له ۱۸ کلونو نه ډېر او یوازې یوه لوبډله وپېري.
دغه راز افغان کرکټ بورډ به له بېلابېلو پړاونو وروسته د راتلونکې اګست میاشتې په ۱۵مه نېټه مازیګر ۵ بجې د ۵ ګډونوالو لوبډلو کټونکي مالکان هم اعلان کړي. له غوښتونکیو پانګهوالو دا هم غوښتل شوي چی د لوبډلې د اخېستلو لهپاره ۲ میلیونه ډالر د تضمین په موخه د لیګ له مسوولانو سره د نورو اسنادو د ورکولو ترڅنګ جمع کړي.
کرکرټ بورډ د شرط په ډول وايي، د افغانستان په پریمیرلیګ کې د لوبډلو اخېستونکي لېواله کسان، شرکتونه یا نورې خواوې باید د روانې جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې حتمي له ۳ میلیونو ډالرو زیات خالص قیمت له ځان سره ولري.
د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، له سیالیو څخه ترلاسه شویو پیسو نیمایي به د لیګ د مسوولانو او پاتې نیمایي به په ګډونوالو لوبډلو وېشل کېږي.
دغه راز باید د سږ کال لومړي پړاو پریمیرلیګ له مالکانو غوښتل شوي چې د لوبغاړیو، روزونکیو، د لوبې وسایلو او دغه راز د تګ ـ راتګ مصارف به د لوبډلو د مالکانو په غاړه وي.
پهدې شرطونو کې یو دا هم دی چې د سږ کال لیګ پرمهال به د لوبغاړیو، لوبڅارانو او مېچریفریانو معاشات د افغانستان پریمیرلیګ ادارې لهخوا ورکول کېږي چې د هندۍ (سنکسرز) کمپنۍ د پانګونې په همکارۍ به ترسره شي.
ویل شوي دي چې د ۵ واړو لوبډلو د ګټونکیو مالکانو له اعلان وروسته لوبډلو ته ۱۵ ورځې وخت ورکول کېږي چې افغان کرکټ بورډ ته د اګست تر ۳۱ مې نېټې لومړنی فیس وسپاري.
په سږني لومړي پړاو افغان پریمیرلیګ شلاوریز کرکټ سیالیو کې به د کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او پکتیا لوبډلې ولوبېږي چې د اکتوبر له ۵مې نېټې نه به شروع شي او د ۱۸ ورځو لهپاره به د عربي اماراتو په شارجه کرکټ نړۍوال لوبغالي کې ټولټال ۲۳ سیالۍ وکړي.
د ګډونوالو لوبډلو څخه غوښتل شوي چې د ۸۰ افغان او ۲۰ بهرنیو لوبغاړیو له ډلې هره لوبډله لږ تر لږه خپلو لوبډلو ته ۱۵ لوبغاړي واخلي.
ویل کېږي چې د افغانستان پریمیر لیګ شلاوریزو سیالیو لهپاره ټولټال ۸ میلیونه ډالر انعام ټاکل شوی دی چې ګټونکې لوبډلې ته به ۵ سوه زره ډالر، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته بیا ۳ سوه زره ډالرو جایزه ورکول کېږي او پاتې پيسې به د لوبغاړیو پرته د لوبډلو په مالکانو وېشل کېږي.
په سږني لومړي پړاو سیالیو کې به لوبډلې په ګروپي بڼه سیالۍ وکړي چې څلور مخکښې هغه به په ۲ سیميفاینل لوبو کې راښکاره شي او د دوو ګټونکیو لوبډلو ترمنځ به د اتلولۍ لهپاره «فاینل» سیالۍ وشي.