افغان کرکټ ملي لوبډلې که څه هم د کمزورې "پي این جي" کرکټ ملي لوبډلې خلاف د لومړیو ۶ امتیازونو په بایللو سره د خپلو کرکټ مینه والو زړونه ډېر ازار کړل خو په دویم وار یې په دویمه او دریېمه ورځ په ښکلو لوبو سره یو ځل بیا د مینوالو زړونه وګټل.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د "پي این جي" کرکټ ملي لوبډلې خلاف د کرکټ نړیوالې شورا په نوښت د لویو وچو "انټرکانټینینټل جام" څلور ورځنۍ سیالۍ د لومړي وار ۱۵۱ منډو قرض خلاصولو ترڅنګ میلمه لوبډلې ته د ۳۹۰ منډو ستر هدف هم ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې په دویم وار شهزاد محمدي ۱۱۶ ، حشمت الله شهیدي ۱۱۲ او کپتان اصغرستانکزي ۱۲۷ منډې جوړې کړې.
دغه راز ګلبدین نایب که څه هم په ۷۵ منډو له ځان څخه د شل اوریزه لوبو د مسلکي کرکټر ټاپه لرې کړه؛ ترڅنګ یې د مجبوریت له مخې په لوبډله کې شامل کړی شوي میرویس اشرف هم ۵۴ منډې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده، چې د کورني کرکټ اتل شبیرنوري د ناکامیدو ترڅنګ د لومړي وار په څېر سمیع الله شینواري یو ځل بیا په دویم وار هم بغیر له کومې منډې وسوزیده.
"پي این جي" کرکټ ملي لوبډلې چې په ترسره شویو ۲ سیالیو کې یې یوه لوبه ګټلې ده، د هدف ترلاسه کولو له پاره نن او سبا ټوله ورځ فرصت لري؛ تر څو هدف ته ورسیږي.
د دې وړاندې افغان کپټان د سیالیو په لومړۍ ورځ د پچې ګټلو وروسته لومړۍ لوبه وکړه، چې د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۴۴ منډو وسوزېدله په ځوابي لوبه کې کوربه "پي این جي" کرکټ ملي لوبډلې د ۲۹۵ منډو په جوړولو سره نه یواځې مخکېوالې ترلاسه کړ ترڅنګ یې لومړي مهم ۶ امتیازونه هم وګټل.
که افغانستان له هدف څخه د فاع وکړي نو د ۲۰ امتیازونو څخه به یواځې پاتې ۱۴ امتیازونه ترلاسه کړي؛ په روانو سیالیو کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو په کتار کې له اوسني ۷ م مقام ته لوړ پوړ ته ختلې شي.
په روانو (لویو وچو) جام سیالیو کې ګټوونکي لوبډلې ته د کرکټ نړیوالې شورا له خوا ستره جایزه اعلان شوې ده؛ چې د اتلولۍ په ګټلو سره نه یواځې د لسم مقام لرونکې ټیسټ لوبډلې سره د تګ او راتګ پړاو دوه (چیلینج کپ) ټیسټ لوبې ترسره کړي ترڅنګ به یې په ګټلو سره د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې د یوولسم بشپړ غړیتوب لرونکې هېواد په توګه وپېژندل شي.