ښایي د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د روان کال په جون میاشت کې په یوه نړیواله دوستانه سیالۍ کې له نږدې ۱۷ کلن انتظار وروسته یو ځل بیا له ایرانۍ فوټبال ملي لوبډلې سره په ایران کې سیالي وکړي.
ویل کېږي د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګیر د ملي لوبډلې د سرپرست مصطفی مهرزاد په لاس د یوه غوښتنلیک په سپارلو د ایران له فوټبال ملي لوبډلې سره د دوستانه سیالۍ رسمي غوښتنه کړې چې د ایراني رسنیو له مخې، ښایي ځواب یی مثبت وي.
د یادونې ده چې د افغانستان او ایران فوټبال ملي لوبډلو د وروستي ځل لهپاره په ۲۰۰۲ کال کې د اسیایي فوټبال جام سیالیو پر مهال د وروستي ځل لهپاره لوبه کړې وه چې ۱۰ د ۰ ګول په وړاندې د ایران لوبډلې ګټلې وه.
د ایران (ورزش سه او ۹۰ ټلوېزیون) په خپلو ویبپاڼو د دغه غوښتنلیک پخلی کړی چې د ایران فوټبال فدراسیون نړیوالې څانګې ته سپارل شوی او ویل کېږي چې د ایران فوټبال فدراسیون د سرمنشي له هرکلي سره مخ شوی دی.
افغان فوټبال فدراسیون ایران ته دا وړاندیز هم کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له نړیوالې سیالۍ نه د ټکټونو له لارې ترلاسه کېدونکې پیسې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې پر سېلاب ځپلیو ووېشي.
د یادونې ده چې اوس د ایران فوټبال ملي لوبډله مشر روزونکی نهلري او له همدې کبله یې د افغانستان فوټبال له ملي لوبډلې سره د دوستانه نړیوالې سیالۍ د غوښتنلیک په اړه وروستی ځواب نهدی ورکړی.
د فوټبال ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني روزونکي انوش دستګیر هم پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، د ده په ګډون د ډېرو افغان لوبغاړیو چې په بهر کې مېشت دي، دا لومړی ارمان دی چی په خپل هېواد او خپل کور کې لوبه وکړي او خپلو غم ځپلیو هېوادوالو ته خوشحالي ورکړي؛ نو ځکه یې دا اقدام وکړ.
اړوند مطالب:
د افغانستان فوټبال فدراسیون ټاکنو ته د فیفا پلاوي راتګ
افغانستان د فوټبال اسیایي جام او المپيک ته و نه رسېد
افغانستان د مالیزیا په فوټبال کې له فاینله پاتې شو
نوموړي ویلي، هر څه د لوبې له ګټلو یا بایللو سره نه وي تړلي، بلکې مهمه دا ده چې وښایو؛ ایا لوړو پوړیو ته د رسېدو په اړه فکر کوو؟ که یې کوو، نو باید ټول افغان ولس په دې برخه کې د افغانستان فوټبال فدراسیون او د ده ملا وتړي.
د ملي لوبډلې روزونکي ریاته کړې، روزونکي پر یو بل پسې دنده بل ته پرېږدي او زه به هم یوه ورځ دا دنده پرېږدم، خو ژمنه کوم چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي دندې له پرېښودو مخکې به د فوټبال لوبغالیو نه افغانانو ته ډېرې خوشحالۍ ور په برخه کړم او د لومړي ځل لهپاره به افغانستان د ۲۰۲۳ کال فوټبال اسیایي جام ته لار پیدا کړي.
انوش دستګیر له مینهوالو غوښتي چې لاره یې سخته ده، ډېره سخته، خو مینهوال دې نیوکې وکړي، بد رد دې ورته ووایي، خو بیا هم ترې غواړم چې د خپلو لوبغاړیو ملاتړ وکړي او زغم ولري.