افغانستان له مالیزیا سره د فوټبال له دوستانه سیالۍ خبر ورکړ

افغان فوټبال فدراسیون په خپله رسمي ویبپاڼه کې اعلان کړی، چې ټاکل شوې ده د روان کال په اکتوبر میاشت کې به له مالیزیایۍ فوټبال ملي لوبډلې سره یوه نړیواله دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

د یادې سیالۍ خبر تیره میاشت د مالیزیا فوټبال فدراسیون له خوا هم ورکړل شوی وو، خو وروستۍ پریکړه یې د خپلې فوټبال ملي لوبډلې روزونکي ته پریښې وه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپانې په خپرولو سره وایي، چې د افغانستان او مالیزیا فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ دغه دوستانه سیالۍ به د افغانستان او لبنان فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ د سیالۍ وروسته ترسره شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا به له ۲۰۰۸ م ز کال وروسته د افغانستان فوټبال په تاریخ کې لومړې ځل وي، چې له مالیزیایۍ فوټبال ملي لوبډلې د اکتوبر په ۱۱ مه نیټه د لوبې ډګر ته وځي.

د فوټبال فدراسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، سیالۍ به د مالیزیا په پلازمینه کولالمپور فوټبال نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په وخت مازدیګر ۳ بجې ترسره شي.

دغه راز، تیره میاشت افغان فوټبال فدراسیون د روان کال سبټمبرمیاشتې په ۵ مه نیټه د لومړي ځل له پاره د لبنانۍ فوټبال ملي لوبډلې سره د دوستانه نړیوالې سیالۍ خبر هم ورکړ.

دیادونې وړ ده چې تراوسه د مالیزیا فوټبال فدراسیون او دغه راز فوټبال نړیوالی شورا په رسمي پاڼو کې د دغو سیالیو خبر نه دی ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې د څوو میاشتو راهیسې افغان فوټبال ملي لوبډله هیڅ کومه نړیواله یا دوستانه نړیواله سیالۍ نه ده ترسره کړې او له همدې کبله په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۵۶ م مقام ته غورځول شوې ده.

همدارنګه دفوټبال نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې مالیزیایۍ فوټبال ملي لوبډلې له یوه درجه مخکیوالې ترلاسه کړې او ۱۷۳ م مقام ته رسیدلې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام