افغانستان له ایرلینډه د کرېکټ درېیم جام هم وګټلو

د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل‌اوریزه لوبه بېګا د هند په «راجیف ګاندي» نړۍوال لوبغالي کې وشوه چې افغانستان په‌کې په ۸۴ منډو بریا خپله کړه.

افغانستان د حضرت‌الله ځاځي د ۱۶۲ ناسوځېدلو منډو په‌واسطه د ۳ لوبغاړیو په سوځولو په پوره ۲۰ اورونو کې د شل‌اوریزو لوبو د تاریخ تر ټولو زیاتې ۲۷۸ منډې جوړې کړې.

ایرلینډۍ لوبډله په ځوابي لوبه کې ټولې ۱۹۴منډې وکړې چې له دې سره افغانستان د سر په سر دویمې بریا سره له‌دې لوبډلې د ۲۰ اوریزو لوبو د اتلولۍ جام وګټلو.

ورته مطالب:

د افغانستان او ایرلینډ ۲۰اوریز سېریز په درجه‌بند‌ۍ څه اغېز لري؟

افغانستان له ایرلینډ سره هم د کرېکټ سیالۍ لغوه کړې

حضرت‌الله ځاځي ـ چې د ۲۰ اوریزو لوبو د تاریخ تر ټولو زیاتې ۱۶۲ منډې او زیاتې ۱۶ شپږیزې یې وهلې وې ـ د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډله ترمنځ به د ۵ پنځوس اوریزو او یوازینۍ ټېسټ لوبې له پیل وړاندې نن وروستۍ درېمه شل‌اوریزه لوبه وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام