افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو نن د ۵ پنځوس اوریزه لوبو د لړۍ ۴مه د هند په دهرادون راجیف ګاندي لوبغالي کې وکړه چې د ۱۰۹ منډو په توپیر افغان لوبډلې وګټله او ۲ د ۱ بریا په وړاندې مخکې شوه.
په سیالۍ کې افغان لوبډله په لومړي وار کولو سره د کېپټان اصغر افغان په ۵۴، د نبي عیسیخېل په ۶۴ او د راشدخان په ۵۲ منډو سره سره په وروستي اور کې په ۲۲۳ منډو وسوځېد.
ایرلنډ د هدف ترلاسه کولو لپاره برید کوونکي ځوابي لوبه پیل کړه، خو بیا یی په وار وار لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټوله لوبډله د افتاب علم د ۴ ویکټو پر مټ په ۳۶م اور کې په ۱۱۴ منډو وسوځېده.
راشدخان چې د نیمه سلیزې تر څنګ یې د ایرلنډ ۲ لوبغاړي سوځولي وو، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله چې دواړه لوبډلې به د راتلونکې یکشنبې په ورځ وروستۍ او ۵مه سیالي وکړي.
افغانستان به پر خپل ځای، خو ایرلنډ به له زمبابوې مخکې شي
افغان کرېکټ لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه
د افغانستان او ایرلنډ کرکټلوبډلو لهپاره نننۍ لوبه برخلیک ټاکونکې ده
اصغر افغان چې په منډه کې یې نه یوازې ویکټه له لاسه ورکړې وه، تر څنګ یې لاس ټپي کړی و، د توپ نیونې (فېلډېنګ) پر مهال میدان ته ښکته نه شو او د معایناتو لپاره روغتون ته ولېږدول شو.
اصغر افغان د لوبې په پای کې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لاس یې ښه نه دی، خو په وروستۍ سیالي کې د لوبېدو یا نه لوبېدو پرېکړه به د (MRI) او (ایکسرې) د نتیجو په پایله کې وکړي.
افغانستان د راتلونکې یکشنبې ورځې لوبې په ګټلو سره ۳ د ۱ بریا په وړاندې د اتلولۍ جام ګټلی شي، خو که ایرلنډ بریا خپله کړي؛ نو دغه لړۍ به په دوو دوو بریاوو له هغې وروسته چی دویمه لوبه د باران له کبله لغوه شوه، مساوي پای ته ورسېږي.