افغانستان سبا د جاپان له فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې ده، افغان فوټبال ملي لوبډله د روسیې په کوربتوب د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام او ۲۰۱۹ کال اسیایي جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه سبا د مارچ پر ۲۴مه د ټاکنیز پړاو لوبه وکړي.

د افغانستان او جاپان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د غوراوي پړاو نړیواله لوبه سبا د جاپان په پلازمېنې ټوکیو کې د سایتاما په نړیوال فوټبال لوبغالي کې د افغانستان پر وخت مازیګر ۳ بجې پیلېږي.

جاپان په اسیا او نړیواله کچه د فوټبال نړۍ یوه غښتنلې فوټبال ملي لوبډله لري، چې څو ځلې په نړیوال جام کې لوبېدلې ده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان فوټبال ملي لوبډله په قطر کې د یوې اونۍ تمریناتي کمپ له پای ته رسولو وروسته جاپان ته ورسېدله.

جاپان ته د ملي لوبډلې په رسېدو، افغان سفیر خپلې ملي لوبډلې ته په هوایي ډګر کې تود هرکلې وکړ او دوې یې ښې لوبې ته وهڅول.

افغان فوټبال فدراسیون ویلي، له اروپایي هیوادونو څخه هغه ۶ لوبغاړي هم په جاپان کې له ملي لوبډلې سره یوځای شوي، چې د قطر په روزنیز کمپ کې یې ګډون نه و کړی.

د افغانستان او جاپان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د روان اسیایي ټاکنیزپړاو د (تګ) لومړی پړاو لوبه په ایران کې شوې وه، چې جاپان په کې ۶ د ۰ پر وړاندې بریا خپله کړې وه.

ویل کېږي، چی په اوسنۍ افغان فوټبال ملي لوبډله کې ۵ لوبغاړي داسې دي، چې له تېرې سیالۍ څخه یې ۵ زېړ کارتونه اخیستي دي او اړ دي چې په سبانۍ لوبه کې ډېر احتیاط وکړي.

که د سبا ورځې په سیالۍ کې د دغو لوبغاړو له ډلې یو لوبغاړی بل زېړ کارت ترلاسه کړي؛ نو د روانې مارچ میاشتې پر ۲۹ مه نېټه به له سنګاپور سره په ایران کې کېدونکي نړیوالې مهمې سیالۍ کې د لوبېدلو چانس له لاسه ورکړي.

که څه هم تراوسه په روانو ټاکنیز پړاو لوبو کې افغانستان د څلورم مقام لرلو سره د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د رسېدو ډېر چانس نه لري؛ خو افغانستان له سنګاپوره د لوبې په ګټلو سره کولی شي، چې د عربي اماراتو په کوربتوب د ۲۰۱۹ کال فوټبال اسیایي جام سیالیو ته لاره پیدا کړي، چې د افغانستان له پاره ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام