د کرکټ نړېوالې شورا له خوا د شل اوریزه لوبو نوې درجه بندي اعلان شوه، چې پکې افغان کرکټ ملي لوبډله د نړېوالو لوبډلو په ډله کې لسم مقام کې راغلې ده.
افغانستان په دې درجه بندۍ کې له ایرلینډ او ان له بشپړغړیتوب لرونکې زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې څخه هم وړاندې شوی دی.
په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې افغانستان په ۶۲ امتیازونو سره د ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې له بنګله دېش وروسته لسم مقام لري.
په دې سره افغانستان اوسمهال په ۲۰ اوریزه نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ په لسو غوره لوبډلو کې ځای خپل کړی دی.
دا درجه بندي په داسې حال کې اعلانیږي، چې افغانستان د څوو میاشتو راپدیخوا روان کال هیڅ نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه نه ده ترسره کړې.
په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د ۲۰۱۴ م زېږدیز کال۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو اتله سریلانکا لومړۍ، هندوستان دویم، اسټرالیا درېیم، ویسټ انډیزڅلورم، پاکستان پنځم، نیوزیلینډ شپږم، سویلي افریقا اووم ، انګلستان اتم او بنګله دېش بیا نهم مقام له ځان سره لري.
دغه راز په نړېواله درجه بندۍ کې له افغانستانه وروسته هالینډ یوولسم، زمبابوې دولسم او سکاټلینډ بیا دیارلسم مقام له ځان سره لري.
ایرلینډۍ لوبډله د کرکټ نړېواله شورا په لومړنۍ درجه بندۍ کې شاته تللې ده او اوسمهال په څلورم مقام کې ځای لري.
د یادونې وړ ده ، چې ایرلینډ روانه میاشت له سکاټلینډ سره درې نړیوالې ۲۰ اوریزې لوبې برابرې کړې دي، چې پکې د دواړو لوبډلو د مخکې تګ چانس شته، خو د افغانستان د سیالیو په اړه هیڅ معلومات تراوسه په واک کې نه لرو.