افغانستان په روان ټورنمېنټ کې ۲ لوبې وکړې، چې په دواړو کې یې بریاوې خپلې کړېدي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغانستان بېګا په دویمه لوبه کې د قرغزستان د ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ته هم د لومړۍ پایلې په څېر ماتې ورکړه او ۳ د ۱ ګول پر وړاندې یې بریا خپله کړه.
سرچینه وايي، د افغانستان په ګټه د قرغزستان خلاف سیالۍ کې لومړی د لوبې په ۲۸مه دقیقه کې سمیر سمندري، فردین ناصري په ۵۲مه دقیقه کې احمد تمیم میرزاده په ۵۹مه دقیقه کې ګولونه ووهل او د افغانستان دویمه ستره بریا یې یقیني کړه.
ټاکل شوېده، د افغانستان ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډله د راتلونکې جمعې په ورځ د مرکزي اسیا فوټبال ټورنمېنټ درېيمه لوبه د ترکمنستان د ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره وکړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان او ترکمستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ به جمعه مازیګر ۵ نېمې بجې په تاجکستان کې وشي، چې په ګټلو سره به یې افغان لوبډله په نیمه پایلوبو کې لوبېدل یقیني کړي.
لهدې مخکې په لومړۍ سیالۍ کې افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې له ښې او یو اړخیزې لوبې وروسته ۳ د ۱ ګول پر وړاندې کوربه ۱۵ کلنې لوبډلې ته ماته ورکړېوه.
د اعلان شوي مهالوېش پر بنسټ، به افغان ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډله خپله وروستۍ لیګ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ مازیګر ۵ نېمې بجې له ازبکستانۍ ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره وکړي.
د تاجکستان په کوربتوب د مرکزي اسیا ۱۵ کلنو لومړي پړاو فوټبال ټورنمېنټ کې د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا زون غړي هېوادونو تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او ازبکستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې برخه لري؛ خو ایران پهدې سیالیو کې دنه لوبېدو پرېکړه کړېده.
د مرکزي اسیا ۱۵ کلنو لوبډلو په لومړي پړاو فوټبال ټورنمېنټ کې د افغانستان ۳ لوبڅاران نړیوال لوبڅار حلیم اقا شېرزاد، یاسین رحماني او شفیق الله پهدې سیالیو کې د لوبڅارۍ دندې لهپاره غوره شويدي.