د افغانستان ځوانې ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د تاجکستان په کوربتوب د افغانستان فوټبال سیالیو د تاریخ لومړۍ اتلولي وګټله.
د لوبډلې روزونکي سیدهادي کاظمي له افغان ولس سره خپله ژمنه پوره کړه، چې د ایران په موجودیت یا نه موجودیت کې دوی د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ ګټلو لهپاره تللي، چې د لوبډلې په هڅو او د روزونکي په خواریو افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې افغان ولس ته د فوټبال له ډګر څخه ستره خوشالي ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د لومړي ځل لهپاره د تاجکستان په کوربتوب د مرکزي اسیا فوټبال لومړي پړاو ټورنمېنټ کې په ۳ بریاوو او یوې ماتې سره د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
دا د افغان فوټبال ملي لوبډلې لهخوا د ۲۰۱۳ کال سویلي اسیا فوټبال جام اتلولۍ وروسته لومړۍ؛ خو ټولټال د افغانستان فوټبال په تاریخ کې دویمه ستره اتلولي ده.
د دغو سیالیو وروستۍ لیګ لوبه د ترکمنستان او تاجکستان ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ۳ د یو ګول پر وړاندې د کوربه تاجکستان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده، چې پهدې سره افغانستان په ۹ زیاتو امتیازونو اتل اعلان شو.
د دې سیالیو په دوام افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې پرون پهخپله وروستۍ لیګ لوبه کې پیاوړې ازبکستانۍ لوبډلې ته ۳ د ۲ ګول پر وړاندې ماتې ورکړه او د اتلولۍ ګټلو چانس یې خوندي ساتلی و.
پرون په وروستۍ لیګ لوبه کې د افغانستان لهپاره سمیرسمندري په ۶مه، تمیم میرزاده په ۶۳مه او سید اصغرحسیني په ۸مه دقیقه کې د بریا او پرېکړهکوونکی ګول وکړ.
افغانستان د ۵ هېوادونو پهدې ټورنمېنټ کې لومړۍ لوبه کې کوربه تاجکستان ته او دویمه لوبه کې قرغزستان ته ماتې ورکړې وه؛ خو په درېیمه لوبه کې د ترکمنستان پر وړاندې له ماتې سره مخ شوېوه.
د ویلو ده، چې د افغانستان په ملي لوبډله کې زیاتره بهرمېشتي افغان لوبغاړي لوبېږي؛ خو د مرکزي اسیا ۱۵ کلنو فوټبال ټورنمېنټ کې په افغان ۱۵ کلنه لوبډله کې ټول هېواد مېشتي لوبغاړي ولوبېدل او د افغانستان د فوټبال د روښانه راتلونکې ثبوت یې وړاندې کړ.
د افغانستان فوټبال فدراسیون هم د هېواد ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې دغه ستره اتلولي د افغانستان ټول ولس ته ډالۍ کړېده.
د مرکزي اسیا ۱۵ کلنو لومړي پړاو ټورنمېنټ کې له ایران پرته د دغه زون ټولو هېوادونو افغانستان، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان او ازبکستان خپلې ۱۵ کلنې لوبډلې ولوبولې.