افغانستان د سټندرد ملي نښان خاوند شو

له دې وروسته به د افغانستان سوداګریز توکي د خپل سټندرد نښان په درلودلو سره نړیوالو بازارونو ته صادریږي. د افغانستان ملي سټندرد نښان له څو کلونو هڅو وروسته د افغانستان د نورم او سټندرد ملي ادارې له خوا جوړ شو.

له دې مخکې به د افغانستان سوداګریز توکي نړیوالو بازارونو ته د سټندرد ملي نښان له موجودیت پرته لېږدول کېدل.

افغان سوداګرو په ځېنو برخو کې شکایت کولو، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان سوداګریز توکي نړیوالو بازارونو ته د خپل سټندرد په ملي نښان صادروي.

د نورم او سټندرد ملي ادارې رییس نقیب الله فایق نن (دوشنبه)  د "انسا" په نوم د ملي نښان د مخ کتنې په مراسمو کې وویل، چې له دې وروسته به د افغانستان توکي نورې نړۍ ته د سیالۍ په موخه د خپل سټندرد ملي نښان په موجودیت کې صادریږي.

د نورم او سټندرد ملي ادارې رییس نقیب الله فایق

فایق وویل، چې په تېرو څو کلونو کې افغان سوداګرو د سټندرد ملي نښان د نشتوالي له امله نه شوای کولای، چې له بهرنیو سوداګریزو توکو سره سیالي وکړي.

د دې ادارې مسوولین وايي، چې افغانان د سټندرد نښان په درلودلو سره اړتیا نه لري، نور د بهرنیو هېوادونو له تولیدي توکو استفاده وکړي.

په همدې  حال کې د سټندرد نښان ملي ادارې رییس نقیب الله فایق هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو د ناقانونه واریدولو په اړه اندېښنه وښوده او د خپلې ادارې په وړاندې یې  یوه ستره ستونزه وبلله.

نوموړي وویل، هر کال  له درې میلیونه ټنو ډېر نفتي توکي هېواد ته واردیږي، چی نږدې دوه میلیونه ټنه یې ما فیایي کړۍ په ناقانونه توګه واردوی. 

 فایق وایي، دوی د بې کیفیته او قاچاقي نفتي توکو د واردولو د مخنیوي په موخه هڅې کړي او توانیدلي دي، چې په کال کې یومیلیون ټنه باکیفیته نفتي توکي له قانوني لارې وارد کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام