د افغانستان ښځینه هنډبال ملي لوبډلې په سویلي اسیا هنډبال سیالیو کې نن نیپالۍ لوبډلې ته د یوی په زړه پورې او یو اړخیزې لوبې وروسته ماتې ورکړه.
د افغانستان هنډبال فدراسیون د معلوماتو لهمخې، د افغانستان ښځینه هنډبال ملي لوبډلې په نننۍ لوبه کې نیپالۍ لوبډلې ته ۱۱ د ۴ ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه او د روانو سیالیو سیمي فاینل ته یې لاره پیداکړه.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، ټاکل شوې د افغانستان ښځینه هنډبال ملي لوبډله به د سبا ورځې په نیمه پای لوبه کې له بنګله دېشۍ هنډبال لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
د سویلي اسیا ۵ پړاو ښځینه هنډبال سیالۍ د هنډبال نړیوال فدراسیون په همکارۍ د هندوستان په لکنهو ایالت کې پیل شوي چې په کې د افغانستان ترڅنګ د بوتان، نیپال، بنګله دېش او کوربه هندوستان ښځینه هنډبال ملي لوبډلې برخه لري.
یادې سیالۍ د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱ نېټه د تېرې شنبې په ورځ په (کي ډي سینګ بابو) لوبغالي کې پیل شوي چې په لومړۍ لوبه کې د افغانستان ښځینه هنډبال ملي لوبډلې د بوتان ښځینه هنډبال ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې دغه لوبې سبا د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.
د سویلي اسیا هنډبال فدراسیون په ۱۹۹۶ کال کې جوړ شو چې په کې دفاعي اتله هندوستانۍ ښځینه هنډبال ملي لوبډلې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو د اتلولۍ جام وګاټه.
دویم پړاو ښځینه هنډبال سیالۍ په ۲۰۰۰ کال بنګله دېش کې ترسره شوې چې په کې بیا هم هندوستان له اتلولۍ دفاع وکړه او بنګله دېشۍ لوبډلې ته په ماتې سره یې د اتلولۍ جام له ځان سره وساته.
دریم او څلورم پړاو سویلي اسیا ښځینه هنډبال سیالۍ په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کلونو کې بیا هم د هندوستان په کوربتوب لکنهو ایالت کې ترسره شوې چې په کې هندۍ ښځینه هنډبال ملي لوبډلې پاکستانۍ ښځینه هنډبال ملي لوبډلو ته په ماتو ورکولو سره د دریم او څلورم ځل لهپاره د اتلولي جامونه وګټلو.