افغانستان ته د بشپړ غړیتوب ورکولو پرېکړه سبا کېږي

د کرېکټ نړیوالې شورا د روانې کلنۍ غونډې په دوام د کرېکټ اړونده نورو پرېکړو ترڅنګ سبا د انګلیستان په پلازمېنه لندن اوول لوبغالي کې افغانستان او ایرلینډ ته د غړو هېوادونو له خوا د بشپړ غړیتوب ورکولو په اړه رایه اچونه او پرېکړه وشي.

افغانستان ته د بشپړ غړیتوب ورکولو خبر اورېدل او له بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو د زیاتو او په ځانګړې توګه د ټیسټ سیالیو ترسره کول هغه زېری دی، چې په افغانستان او نړیواله کچه ورته افغانان او کرېکټ مینه‌وال شېبې شمېري.

که افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي؛ دا به د افغانستان کرېکټ په لنډ او ویاړلي تاریخ ترټولو ستره او نه هېریدونکي ورځ وي.

افغان کرېکټ بورډ هیلمند دی، چې د انګلیستان په کوربتوب د کرېکټ نړیوالې شورا له روانې غونډې څخه به افغانستان ته ښه زېری ولري.

د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل چې د اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي په ملتیا د کرېکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې د ګډون له‌پاره انګلیستان ته تللي له دغه ځایه افغان کرېکټ ته د زېرو خبر ورکوي.

د نوموړي پر وینا، افغانستان ته د بشپړ غړیتوب اخیستلو له‌پاره یې د ښځینه کرېکټ پرته تفصیلي او موثر اسناد د غوښتنلیک په توګه نړیوالې شورا ته وړاندې کړي دي او له خپل غوښتنلیک څخه به په دې غونډه کې دفاع وکړي.

مشعل زیاته کړې، افغانستان ته د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو له‌پاره یې د نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو له استازو سره یې هم مثبته لابي کړې ده او تمه لري، چې ډېر ژر به هېوادوالو سره د کرېکټ نړیوالې شورا د رسمي پرېکړو په اړه معلومات شریک کړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه د تېرو ۴ ورځو راپه دې خوا په انګلیستان کې پیل شوې، چې د افغانستان په ګډون د یادې شورا د یو شمېر غړو هېوادونو استازي ګډون لري.

په همدې حال کې د کرېکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر ډیف ریچرډسن پرون له غونډی وروسته رسنیو سره په خبرو کی ویلي، افغانستان او ایرلینډ ورته د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو په موخه اړین او تفصیلي غوښتنلیکونه سپارلي؛ خو په دې اړه به نظر ورکولو له وخته مخکې وي.

اوسمهال افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې دوېمه درجه هېواد دی، خو په دواړو ۲۰ اوریزه او پنځوس اوریزه لوبو کې له بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوې هېواد څخه مخکې نهم او لسم مقام له ځان سره لري.

د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته به افغان کرېکټ بورډ نه یوازې د بېلابېلو لوبډلو له‌پاره، بلکې له نورو بشپړ غویتوب لرونکو لوبډلو سره د لوبو زیات چانسونه ترلاسه کړي؛ دغه راز به  اوسنۍ ۲ میلیونه ډالره بودیجه څو برابره زیاته او د افغانستان کورنی کرېکټ به پرمختګ وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام