افغان کرکټ ملي لوبډلې د نبي عیسی خیل او شهزاد محمدي د ښکلي بیټینګ او راشد ارمان د ښکلي بالینګ په واسطه ایرلینډۍ لوبډله په درېیمه لوبه کې هم له ماتې سره مخ کړه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په نننۍ درېیمه شل اوریزه لوبه کې میلمه لوبډله په ۲۸ منډو له ماتې سره مخ کړه او ۳ د ۰ بریا په وړاندې یې د اتلولۍ جام وګاټه.
په نننۍ سیالۍ کې ایرلینډ ته کوربه لوبډلې افغانستان ته د لومړۍ لوبه ورکولو بلنه ښه ثابته نشوه، چې افغانستان د خپل کرکټ تاریخ ترټولو زیاتې ۲۳۳ منډې جوړې کړي.
د افغانستان لپاره لومړی شهزاد محمدي ۷۲ منډې جوړې کړې او له هغې وروسته نبي عیسی خیل یواځې په ۳۰ بالونو د ۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ د خپل کرکټ تاریخ زیاتې ۸۹ منډې جوړې کړي.
په ځوابي لوبه کې ایرلینډ هم ښه پیل درلود چې یواځې په ۲۶ بالونو یې بغیر له کوم زیان نه ۶۵ منډې جوړې کړې وې.
خو د ایرلینډ لپاره د پال سټرلینګ د ۴۹ او ټومسن د ۴۳ منډو وروسته که څه هم ګیري ویلسن نیمه سلیزه ۵۹ منډې جوړې کړې، خو ټوله لوبډله په وروستي اور کې په ۲۰۵ منډو وسوځیدله.
راشد ارمان په داسې حال کې د ایرلینډ ۳ لوبغاړي په ۱۹ م اور کې وسوځول چې ایرلینډ په ۱۲ بالونو د ۵ لوبغاړو په لرلو ۳۵ منډو ته اړتیا لرله او د دوی د بریا په هیلو یې اوبه واړولې.
په دې سره افغان کرکټ ملي لوبډله په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې د پرله پسې ۱۱ مې بریا په خپلولو سره ریکارډ نور هم پوخ کړ، چې ماتول به یې د نړۍ هیڅ لوبډلې ته اسانه کار نه وي.
همدارنګه په درېیمه سیالۍ کې د ایرلینډ تیز بالر بیري مکارټي د شل اوریزه لوبو د تاریخ زیاتې ۶۹ منډي ورکړې او منفي ریکارډ یې جوړ کړ.
همدارنګه د مکارټي غچ ایرلینډیانو له شاپور څخه واخیست چې د افغانستان د کرکټ تاریخ بدترینه بالینګ یې وکړ او زیاتې ۶۰ منډې یې ورکړې.
د وروستۍ لوبې وروسته نبي عیسی خیل د لوبې غوره لوبغاړي او غوره بیټسمین او راشد ارمان ته په ۹ ویکټو د سیریز غوره بالر جایزې ورکړل شوې.
دغه راز د اتلولۍ جام هم د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل په لاسونو کپتان اصغرستانکزي ته ډالۍ شو، چې له مینه والو یې وغوښتل د مارچ په ۱۵مه نیټه پیلیدونکو ۵۰ اوریزه سیالیو کې هم افغان کرکټ ملي لوبډله تشویق کړي ترڅو ورته نورې بریاوې هم وګټي.