افغانستان؛ په هرو پنځو ماشومانو کې، دوه یې له ښوونځي محروم دي

له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیوالې ادارې په خپل کلني راپور کې چې نن یې د ماشوم نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی، ویلي چې په افغانستان کې د هرو پنځو ماشومانو له ډلې، دوه یې ښوونځي ته له تګ نه محروم دي.

په یاد راپور کې لیکل شوي چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په منځ کې ۱۵۷ ځای لري. دغه راپور په ۱۷۶ هېوادونو کې روغتیايي، ښوونیزو، خوړو او امنیت ته د ماشومانو لاسرسي ته کتنه کړې ده. دغه راز د ماشومانو کار، د کم عمره ماشومانو ودونه او د جګړې او وژنو له کبله د ماشومانو بې‌ځایه کېدل هم د دغه راپور برخه ده.  

د راپور له مخې، که څه هم په افغانستان کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د ماشومانو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو بیا هم میلیونونه ماشومان ډېری خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

راپور زیاتوي، له پنځو کلونو په کم‌عمره ماشومانو کې د ماشومانو د مړینې کچه ۶.۷۹ سلنې، د هغو ماشومانو چې وده یې نه‌ده کړې ۴۰.۹، هغه ماشومان چې ښوونځي ته لاسرسی نه‌لري ۴۱.۹، او د کارګرو ماشومانو کچه هم ۲۹.۴ سلنې ته رسېږي او دا د ماشومانو په وړاندې اصلي ستونزې دي.

د دغه راپور له مخې، ۸۸ سلنه هغه ماشومان چې له ۶ تر ۲۴ میاشتو عمر لري، هره ورځ په ښه ډول نه تغذیه کېږي او په افغانستان کې روانه جګړه امکاناتو ته د ماشومانو د لاسرسي مخه نیولې ده. د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، د افغانستان ۱۵ سلنه ماشومان د جګړې او نښتو له کبله اړ شوي چې خپلې سیمې او کورونه پرېږدي او بې‌ځایه شي چې هلته هېڅ ډول لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري.

په راپور کې د ماشومانو زده‌کړې د هېواد د راتلونکې لپاره مهمه مسله یاده شوې او لیکل شوي، که څه هم له ۲۰۰۱ کال راهیسې زده‌کړو ته د افغان ماشومانو، په ځانګړې توګه نجونو لاسرسی د پام وړ ډېر شوی، خو د تېرو کلونو په اوږدو کې تل پر ښوونځیو، ښوونکیو او زده‌کوونکیو بریدونه شوي دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې ۸۷۰ بریدونه، ګواښ، د زده‌کوونکیو وېرول یا د ښوونځیو په شاوخوا کې د حکومت له لوري شوې نښتې ثبت شوې دي.

په راپور کې لیکل شوي چې اوس شاوخوا زر ښوونځي د نامسووله وسله‌والو، افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري ویجاړ او نیول شوي دي یا هم د جګړې او نښتو له کبله تړل شوي دي.

راپور دغه راز ښيي، که څه هم افغان ماشومان پورته امکاناتو ته لازم لاسرسی نه‌لري، خو دغه سازمان د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال په دې برخه کې د افغان حکومت د پام وړ فعالیتونو، بریاوو او پراختیايي پروژو شاهد و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام