اروپايي اتحادیه وايي، په افغانستان کې د معافیت ختمول د فساد ختمولو په معنا دی. د اروپايي اتحادیې خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ د فساد خلاف پیل شوي کمپاین په لړ کې له نن څخه د اپریل تر دویمې نېټې د افغانستان په قضايي ادارو تمرکز وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانان عدلي او قضايي بنسټونه د فساد مرکز بولي او همدا ده، چې اروپايي اتحادیې د فساد خلاف پيل شوي کمپاین په لړ کې د افغانستان په عدلي او قضايي ادارو تمرکز کوي.
د افغانستان لهپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي فرانز مایکل میلبن وايي، د افغانستان خلک د عدالت او قانون پلي کېدو ارمانجن دي او د سمون راوستل د اوږد مهال لهپاره ځنډېدلي دي.
میلبن وايي، په لویې څارنوالۍ کې د فساد سره د مبارزې عدلي مرکز په جوړېدو قضايي ادارو کې پرمختګ شوی دی، خو د سمون پروسه ډېر پڅه روانه ده.
خبرپاڼه زیاتوي، قضايي بنسټونه په فساد کې ښکېل دي، خو د عدلي او قضايي ادارې لوړو څوکیو کې د فساد جرړې له منځه یوړل شي او نوي کسان د وړتیا له مخې وګوماري.
فرانز مایکل میلبن ویلي، "نن ورځ قضايي بنسټونه د زورواکو او شتمنو په لاس کې دي او دوی هغو کسانو ته چې له فساده رنځیږي خدمت نه کوي."
میلبن وايي، فاسد قضايي جوړښت په لرو پرتو سیمو کې د غیررسمي قضايي چارو له پاره لارخلاصه وي او زیاتره د ترهګرو، وسله والو او ټوپک مارو له خوا اداره کېږي، چې دغه حالت ته باید بدلون ورکړل شي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ځانکړی استازی وايي، د افغانستان دولت باید د فساد ختمولو رهبري په لاس کې واخلي. وايي، "د معافیت ختمول حیاتي موضوع ده او موږ د عدلي تعقیب لومړنۍ پېښو شاهدان یو او هیله لرو چې ژر تر ژره ډېرې نورې دوسیې هم تعقیب شي."
میلبن په ټینګار وویل، افغان دولت په لوړو څوکیو کې د فساد سره د مبازې له لارې کولو شي، خلکو ته ووايي، چې د فساد ختمولو وخت راغلی دی.