په افغانستان کې د شاعرانو، ليکوالانو او آن سیاستوالو نن خپلې فيسبوک پاڼې د پښتو ادب نامتو ليکوال، ادیب او څېړونکي مړينې نه ځانګړې کړې وې.
داسې ګوندې یوه روغه اکاډمي د خاورو لاندې شوه او زيات لیکوالان د داسې غني اکاډمۍ د بیا پېدا کولو له پاره ګوته په غاښ دي.
هو! د پروفیسر ډاکټر راج ولي شاه خټک له مړيني وروسته به د ده خودسره رومانټيک خیال او فکر نور په ټوله معنا د شپو ورځو له قید و بنده وتی او ازاد وي.
افغان ادیبان په ټولیزه توګه په خپلو ليکنو کې د راج ولي شاه خټک مړينه د پښتو ژبې له پاره يوه لویه ضایعه بللي او ويلي دي، چې پروفیسور راج ولي شاه خټک له هغو درنو سټو څخه و چې په تېره نیمه پېړۍ کې د پښتو ادب د پرمختګ په لار کې هم ځان ستړی کړی دی او هم یې د جنګ د ناخوالو په منځ کې د افغانستان لیکوالو او څېړونکو ته د یو فعال، هڅاند علمي مرکز د دروازو په پرانیستلو د ډېرو ګټورو څېړنو زمینه برابره کړه.
د ده مړينه په افغانستان کې د شاعرانو او لیکوالانو د غم دروازې وټکولې او دغو پوهانو يې د ادب په اسمان کې د يو ځلانده ستوري را پرځېدل یاد کړل.
هر افغان لیکوال په خپلو ځانګړو کلماتو په خاص انداز سره د ده مړينه لويه ضایعه بللې.
د دغو ليکوالانو له ډلې یو هم نجیب منلی دی، چې دی د راج ولي شاه خټک د مړينې د پېغام اورېدو سره سم په خپله پاڼه کې ليکلي.
"ته چې پیدا شوې تا ژړا خلکو خندا کړه
داسې ومره چې ته خاندې خلک ژاړي
نن بیا د پښتو ادب له اسمانه یو ستوری ولوېد.
راج ولي شاه خټک دا دغمونو دنیا موږ ته راپرېښوله، خدای دې جنتونه ور په برخه کړي.
پروفیسور راج ولي شاه خټک د پېښور پښتو اکېډیمي پخوانی مشر، یو له هغو درنو سټو څخه و چې په تېره نیمه پېړۍ کې د پښتو ادب د پرمختګ په لار کې هم ځان ستړی کړی دی او هم یې د جنګ د ناخوالو په منځ کې د افغانستان لیکوالو او څېړونکو ته د یو فعال، هڅاند علمي مرکز د دروازو په پرانیستلو د ډېرو ګټورو څېړنو زمینه برابره کړه.
راج ولي شاه خټک ولاړ.
په مرګ یې دردمن یو.
خو زه باور لرم چې د پروفیسر راج ولي شاه خټک اروا د پښتو ادب او فرهنګ پر راتلونکې له باور سره والوتله. موږ د خپلو مشرانو له ارواوو سره ژمنه کوو چې اوس به که د پښتو ادب د خپلو خادمانو پر مړینه دردېږي هم، د پښتو ادب ځولۍ به د هغوی پر تګ د تشې احساس نه کوي.
مشران دې خدای وبخښي، زلمي دې راته خدای لري."
همدارنګه لیکوال او شاعر غني هاشمي ليکلي، د تورتمونو په داسې وحشي او بوږنوونکي تیاره چاپېریال کې، چې د تیارو خپسې هره شېبه په خپلو کرغېړنو لاسونو په ظالمانه او وحشیانه توګه د مظلومو او کمزورو اورورکیو نري ستوني کېکاږي؛ د پیاوړي، ښاغلي ژمن او منلي لیکوال، څېړونکي، فرهنګي او ملي شخصیت راج ولي شاه خټک په څېر ځلاندو څراغونو مړه کېدل، چې د خپلو زرینو وړانګو په ځلاندو پلوشو یې د تورتمونو زړونه څېرل او د دغو وړانګو د نیزو په څوکو یې د مظلوم ملت په شلېدلو ګرېوانونو کې د استبداد او ناپوهۍ کرغېړنې منګولې ماتولې؛ یو نه جبرانېدونکې او ستره ضایعه ده.
ده د زياتو افغان ليکوالانو سره مرستې کړي، ان ځينې په خپلو پاڼو کې ليکلي، چې د (پي، ايچ، ډي) مقالو لارښوونه يې هم ورته کړې.
افغان ليکوالانو ليکلي، چې ده په ډېرې مینې او لېوالتیا د څېړنې کار کې د افغان شاعرانو او ادیبانو سره مرسته کوله.
پروفېسور ډاکټر راج ولي شاه خټک د شعر و ادب په ځانګړي ډول عرفاني شعر او ادب باندې ډېر ښه پوهېده.
ده حمزه بابا، غني خان او پوهاند قلندر مومند ته یې خاص ارادت درلود.
د ده د مړينې په اړه د افغانستان بېلابېلې رسمي او نا رسمي ادارې هم خواشيني څرګنده کړې.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه خواشيني څرګنده کړې.
اخوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني د راج ولي شاه خټک پرمړينه خوابدي ښودلې.
هغه په خپل ليږل شوي پېغام کې ليکلي، چې د ډاکټر راج ولي شاه خټک مړينه د یوې بشپړې ژبې او بشپړو اولسونو له پاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
هغه ویلي، چې ډاکټر راج ولي شاه خټک یو له هغو مېړونو څخه وو چي پښتو ژبه به یې تر ډېره وخته پوري تشه ډکه نه کړي.
ارواښاد خټک لس ګونه مقالې سیمیزو او نړیوالو فرهنګي مرکزونو ته لیکلي دي او د یو معبتر شخص په توګه یادیده.
د کره معلوماتو پر بنسټ ارواښاد راج ولي شاه خټک د زړه حملې له کبله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او نن سې شنبه (جون ۲۱) په خپل پلارنی ټاټوبی کې خاورو ته و سپارل شو.
راج ولي شاه خټک د پښتونخوا یو له وتلو او یادو لیکوالو څخه ګڼل کېده چې اهمو علمي او تاريخي غونډو ته به کابل او دافغانستان نورو ولایتونو ته هم یې تګ راتګ کوه.
ارواښاد خټک کلونه کلونه د پښتو اکاډمۍ مشري کړې او د بېلا بېلو علمي او فرهنګي غونډو په جوړولو کې یې فعال نقش ادا کړی دی.
په اړه یې ځوان لیکوال خان زمان کاکړ سلام وطندار ته وویل، راج ولي شاه خټک یو له هغه لیکوالو څخه و چې د ادبیاتو په معاصره تیورۍ پوهیده او د ادبیاتو له نويو مسایلو سره اشنا و.
د کاکړ په خبره د راج ولي شاه په مړینه یوه ستره ادبي خلا رامنځته شوه او د پښتو ادبیاتو او ژبې له پاره یو له غم ډک خبر دی.
نوموړی په ۱۹۵۲ ز. کال کې د کوزې پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاک اسماعيل خيل نومي کلي کې زېږېدلی و، هغه په قوم اسماعيل خېل خټک، بيا لشکرخېل او په لشکرخېلو کې عباس خېل دی.
هغه په خپل ژوند کې ۱۵ کتابونه چاپ کړي او نژدې اتيا څېړنيزې ليکنې او مقالې يې په بېلابېلو خپرونو او رسنيو کې خپرې شوي.
چاپ شوي دي. هغه د خپلې مورنۍ ژبې، پښتو، تر څنګ په اردو او انګرېزي ژبو هم ګڼ شمېر ليکنې کښلې دي.
څوک په لارو کې ازغي کري نېکنام شي
څوک تابیا د سرو ګلونو کړي بدنام شي
څوک یو دوه قدمه واخلي تر تا درشي
د چا پښې په مزل ماتې شي ناکام شي
بیا په تمه د وصال مې واورې پرېوځي
چې دا ستا د کلي غرونو ته مې پام شي
د روزګار له سپينو سترګو پنا راکړه
تورې زلفې راخورې کړه چې ماښام شي
یوه شپه نیمه خو داسې وي چې وایم
چې دا ژوند دې تمامي په کې تمام شي
ډیوې بلې دې د سترګو راسره کړه
په سودا کې د اوربل ډاکې مدام شي
د ولي سدا بهار خودسره فکر
سپرلی نه دی چې د شپو ورځو غلام شي.
راج ولي شاه خټک