اعتراض کوونکي: د بغلان د کرکر کان دې بیا فعال شي

د بغلان ولایت د کرکر د ډبرو سکرو کان کارکوونکیو  د دې کان د تړل کېدو په پار لاریون وکړ. د لاریون کوونکو په خبره، د کان په تړلو سره ۵۸۲ تنه  کاریګر وزګاره شوي دي.

۹ میاشتې کېږي، چې د کرکر د ډبرو سکرو کان د افغاني کولو په نوم یو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی دی.

لاریون کوونکیو خبرداری ورکړ، که چېرې د کرکر کان چارې حکومتي نه شي او دوی ته بېرته د کار زمېنه برابره نه کړي؛ پراخ لاریونونه به وکړي او د کابل شمال لویه لار به وتړي.

سخي داد یو له اعتراض کوونکی دی، وايي، چې دغه شرکت له لومړۍ ورځې د کان کيندولو اراده نه لرله او ور سره سم یې د کارکوونکیو معاشونه هم را کم کړل.

دی وايي، چې کان ملي پانګه ده او زیاتوي، که دغه شرکت د کار کولو توان نه لري؛ بېرته دې دولت ته وسپارل شي.

ویل کېږي، چې دغه کان د امنیتي ګواښونو او د دولت د وسله والو مخالفینو د باج اخیستلو له کبله تړل شوی دی. شاوخوا یوه میاشت مخکې د کرکر د سکرو کان ۴۲ کارکوونکي د وسله والو له خوا وتښتول شول، چې له دې پېښې وروسته بیا کان وتړل شو.

د افغان کول شرکت مسوولانو په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د کرکر کان رییس انجینیر داد محمد ځاځی وايي، چې د کان د کارکوونکیو ستونزې د ولسمشر او د کانونو او پټرولیم تر وزیره رسېدلي دي.

ځاځی زیاتوي، چې تر راتلونکیو دوو ورځو پورې به د دوی ستونزو ته ځواب وویل شي.

د بغلان لایت د سکرو ډبرو ۵ کانونه لري، چې د تاله او برفک، ده صلاح، اندراب ولسوالیو او د پلخمري په نهرین سیمه کې موجود دي.

د کرکر د سکرو ډبر کان له ۱۳۸۶ کال راهیسې خصوصي سکتور ته ورکړل شوی او تر اوسه پورې د دې کان قرارداد ۳۰ خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام