اعتراض کوونکو د هرات ګمرک دروازه و تړله

د هرات ولایت لسګونو اعتراض کوونکو د یوه لاریون په ترڅ کې د دغه ولایت په ګمرک کې د فساد موجودیت له امله د اعتراض په دود د ګمرک ریاست در وزاره وتړله.

دغو اعتراض کوونکو هغه پلاوی هم په فساد تورن کړل، چې د پلازمېنې کابل څخه د هرات ولایت په ګمرک کې د موجوده فساد د څېړلو له پاره ورغلی و.

دوی وايي، رالېږل شوی پلاوی په ګومرک کې د موجودو ستونزو حل او څېړنې پرته کابل ته تللی دی.

دغو لاریون کوونکو شکایت کاوه، چې د ګمرک چارواکي له دوی په بېلا بېلو بهانو ور څخه بډې اخلي او زیاتوي، چې د هرات په ګومرک کې له ۷ تر ۸ زرو کسان په کارونو بوخت دي.

د دوی په خبره، د ګمرک کارکوونکو د میاشتني معاش یوه برخه پیسې له کابله پر غلي پلاوي لګوي.

هڅه مو وکړه، چې د هرات ولایت ګمرک چارواکو څرګندونې هم ولرو، خو د بیا بیا اړیکو سره سره بریالي نه شو.

په ورته وخت کې د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي، چې د دغې موضوع د څېړلو له پاره له کابله ورغلی پلاوی به ډېر ژر له حقایقو پرده پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له لسو کلونو راهیسې هڅه کیږي په دولتي بنسټونو او ادارو کې فساد له منځه یوړل شي، خو لا هم خلک په ادارو کې د فساد له موجودیت څخه شکایت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام