اعتراض‌کوونکیو غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر وتړلو

د یوې اوونۍ په تېرېدلو سره غزني کې اعتراض‌کوونکیو لا هم د حکومت له لوري د منلو وړ ځواب نه‌دی ترلاسه کړی. دغو اعتراض‌ګرو نن خپله د پرلت خېمه د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازې مخې ته لېږدولې ده.

هغوی وايي، د ټاکنو کمېسیون دفتر دروازه تړي او د دغه دفتر د کارکوونکیو د تګ ـ راتګ مخه به ونیسي.

یو تن اعتراض‌ګر مولوي اسماعیل خبرادر ورکوي، که‌ یې غوښتنو ته پام ونه‌شي؛ راتلونکیو ورځو کې به دغه ولایت د پېژندپاڼو وېشلو او د رایورکوونکیو د نوم‌لیکنې ټول مرکزونو وتړي او د ولایت ودانۍ مخې ته به هم د پرلت خېمه ووهي.

دی په غزني ولایت کې د ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتنه هم کوي او په ورته وخت کې په کمېسیون کې له شویو ګومارونو راضي نه‌دی.

همداراز د تذکرو د وېشلو بهیر تمدېدول او ټاکنو کې د ګډون په موخه پرې د سټیکر له نصبولو مخنیوی، د اعتراض‌کوونکیو له نورو غوښتنو دي.

بله‌خوا غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مشر ناظرحسین نبي‌زاده وايي، تراوسه پورې د کمېسیون پروګرامونه د پخوا په څېر روان دي؛ خو که‌چېرې اعتراض‌کوونکي د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مخې ته خپل اعتراضونه وغځوي؛ دې ولایت کې به د نوم‌لیکنې بهیر له خنډ سره مخ شي.

د ټاکنو ولایتي کمېسیون مشر وايي، د اعتراض‌کوونکیو غوښتنې د دې ادارې له توانه پورته دي.

د افغانانو په اند غزني کې د نوم‌لیکنې پروسې په پیلېدو سره، د طالبانو خوځښتونه هم زیات شوي او د امنیتي ستونزو ترڅنګ، د نظام دننه کې د چارواکیو نه پام، د ټاکنو بهیر سره د خلکو لېوالتیا کمېدو لامل شوی‌دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام