د بدخشان ولایت سلګونه اوسېدونکیو نن په یوه اعتراضیه غونډې کې د دغه ولایت د والي احمدفیصل بېګزاد د لرې کولو غوښتنه وکړه.
دغه اعتراضونه داسې مهال راپورته کېږي چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ د فیضاباد ښاروال نذیراحمد نیازي پر کسانو برید وکړ چې له کبله یې د نوموړي دوه کسان ټپیان شول او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې هم نیم ساعت دوام وکړ.
اعتراضکوونکي وايي، د والي د ناکارۍ له کبله نه یوازې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ناسم لوري ته تللی، بلکې د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کولو لامل هم شوې ده او ژر تر ژره باید له دندې ګوښه شي.
اعتراضکوونکي زیاتوي، د والي ناکاریو نور تر پزې رسولي او که حکومت یې غوښتنو ته پام و نهکړي، خپلو اعتراضو ته به دوام ورکړي.
اعتراضکوونکي عبدالبصیر او تاشمحمد وايي، د والي د واکمنۍ پرمهال ناامني ډېره شوې، طالبان د فیضاباد تر ۲۵ کیلومترۍ رارسېدلي، په ادارو کې اداري فساد او د اړیکو پالل شته، والي ټولنیزو لانجو ته لمن وهي او د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کولو لامل شوی دی.
دوی زیاتوي، بېګزاد د دغه ولایت ځینې برخې طالبانو ته سپارلي او پهکار ده چې نور له دندې لرې او پرځای یې بل کس وټاکل شي.
خو د بدخشان د والي ویاند نېکمحمد نظري که څه هم اعتراض او لاریون د خلکو حق بولي، خو زیاتوي، که اعتراضکوونکي د والي د ناکارۍ په اړه اسناد لري، د حکومت مرکزي ادارې ته دې وسپاري چې په رڼا کې یې د والي په اړه پرېکړه وکړي.
اعتراضکوونکي ټینګار کوي چې د بدخشان د والي ناکاري تر لمر هم روښانه ده او تر هغې چې له دندې لرې نهشي، دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.