اصغر او راشد افغانستان د ایرلینډ پر خلاف دوه ـ صفر مخکې کړ

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن جمعه د (مارچ پر ۱۷مې) په دویمه نړیواله ۵۰ اوریزه سیالۍ کې یو ځل بیا د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله ماته کړه او په روانو سیالیو کې یې ۲ د صفر په بریا سره مخکې شوه.

د افغانستان د ریکارډ ۳۳۸ منډو په ځواب کې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله ۳۴ منډې شاته پاتې شو او په ۴۸م اور کې په ۳۰۴ منډو وسوځېدله.

د ۸ کلن انتظار وروسته افغان کپټان اصغرستانکزي د لومړي ځل له‌پاره په نړیوالو ۵۰ اوریزو سیالیو کې خپله سیلیزه ووهله او راشد ارمان د ۶ لوبغاړیو په سوځولو د افغانستان له‌پاره د ۵۰ اوریز کرکټ تاریخ غوره پنډوسر شو.

د اصغر ستانکزي د سلیزې او راشد ارمان د ریکارډ توپ‌اچونې سره یو ځل بیا ایرلینډی لوبغاړی پال سټرلینګ په ۶ وېکټو او ۹۵ منډو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د تېرې ورځې په سیالۍ کې هم ایرلینډۍ لوبغاړی ویلیم پورټلفیلډ په سلیزه د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی و؛ خو دواړو لوبغاړیو خپله لوبډله له ماتو ونه‌ژغورله.

په ننۍ سیالۍ کې د حشمت الله پر ځای شفیق الله شفق ته د لوبېدلو چانس ورکړل شوی و؛ اصغرستانکزي د پچې له ګټلو وروسته د لومړۍ پاڼۍ د کولو پرېکړه وکړه.

له دې مخکې افغانستان د اصغرستانکزي ۱۰۱ رحمت شاه ۶۸ شهزاد محمدي ۶۳ او شفیق الله شفق ۳۵ چټکو منډو سره د خپل نړیوال کرکټ زیاتې ۳۳۸ منډې جوړې کړې وې.

ټاکل شوې‌ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ د (جي پي) کپ روانو ۵۰ اوریزه لوبو د لړۍ درېیمه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ سهار ۸ نیمې بجې وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام