اسټرالیا کې د معلولو عسکرو د والیبال سیالۍ

افغانستان د معلولو عسکرو په والیبال سیالیو کې چې په اسټرالیا کې جوړې شوې وې، دویمه لوبه هم وبایلله.

د یادو سیالیو رسمي وېب‌پاڼې د مالوماتو له مخې، د انګلستان ملي لوبډلې ۲ پر صفر افغان لوبډله ماته کړه او سیمې فاینل ته د رسېدو مخه یې ونیوله او د انګلستان لوډله په «C» ډلې کې سیمې فاینل ته ووتله.

د افغانستان معلولو عسکرو د والیبال ملي لوډلې تر دې وړاندې د اردن په‌وړاندې هم خپله لومړۍ لوبه بایللې وه.

اوس‌مهال د ۱۸ هېوادونو ۵ سوو معلولو عسکرو ترمنځ په ۱۳ بېلابېلو سپورټي لوبو کې د اسټرالیا په سېډني ښار کې کېږي چې د افغانستان وزن‌اوچتونې ۲ لوبغاړي به هم په‌کې برخه واخلي.

دغه سیالۍ د اکټوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې په ۲۷مه به پای ته ورسېږي.

د معلولو عسکرو سیالي د انګلستان شهزاد هېري په ۲۰۱۵ کال کې جوړې شوې چې لومړی پړاو یې په انګلستان کې وشوې. تر یوکال ځنډ وروسته په ۲۰۱۶ کال کې په امریکا او تېرکال هم په کاناډا کې جوړې شوې. ټاکل شوې په ۲۰۲۰ کال کې به د هالنډ په روتردام او هاګ ښارونو کې جوړې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام