په خپل کوربتوب د اسټرالیا فوټبال ملي لوبډلې له پاره د اسیا فوټبال جام سیالۍ بختورې شوې چې پکې یادې لوبډلې اتلولي خپله کړه.
شپاړسم پړاو اسیایي فوټبال جام سیالۍ د تیرې جنورۍ میاشتی په ۹ مه نیټه پیل او بیګا شپه د جنورۍ په ۳۱ مه نیټه پای ته ورسیدې چې په کې د اسیا وچې ۱۶ مخکښو فوټبال لوبډلو برخه اخیستې وه او په ۴ ګروپونو کې یې سیالۍ ترسره کړې.
د فوټبال اسیایي شورا د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې چې ددې سیالیو په وروستۍ (فاینل) لوبه کې چې داسټرالیا په سیډني ښار کې د لسګونه زرو نندارچېانو پر وړاندې ترسره شوه په کې کوربه لوبډلې اسټرالیا دیوې په زړه پورې لوبې وروسته ۲-۱ سویلي کوریا ته ماتې ورکړه.
په دې اتلولۍ سره اسټرالیا د اسیا فوټبال جام په تاریخ کې دلومړي ځل له پاره داتلولۍ جام ترلاسه کړ.
په لوبه کې لومړی ګول د اسټرالیا لوبډلې دلومړۍ نیمایي په ۴۵ مه دقیقه کې ترسره کړ، چې د لوبې تر وروستۍ دقیقی دوامداره پاتې وو؛ خو لوبه هغه وخت په زړه پورې شوه چې د کوریا لوبغاړو د لوبې په وروستۍ دویمې نیمایي لومړۍ اضافه دقیقه کې ګول ترسره کړ او لوبه یې برابره کړه.
د اتلې لوبډلې د معلومولو له پاره دواړو لوبډلو ته اضافه وخت ورکړل شو چې پکې په ۱۰۵ مه دقیقه کې اسټرالوي لوبغاړي جیمزتوري د پریکړه کوونکي ګول په مرسته خپلې ملي لوبډلې ته مخکیوالی ورکړ او لوبډله یې اتلولۍ ته ورسوله.
دیادونې وړ ده چې دافغانستان فوټبال ملي لوبډلې هم دې سیالیو ته دلارې موندنی په موخه په مالدیف کې لوبې ترسره کړې؛ خو د ګډون کوونکو لوبډلو له کتاره یواځې فلسطین په دې سیالیو کې دلوبیدو چانس ترلاسه کړ.
د سیالیو په ترڅ کې عربي اماراتو د یوې په زړه پورې لوبې وروسته عراق ته ماتې ورکړه او دریم مقام یی ترلاسه کړ.
دفوټبال اسیایي شورا د مهال ویش له مخې دغه سیالۍ هر څلور کاله وروسته له ۱۹۵۶ کال راهیسي د اسیا د یوه هیواد په کوربتوب ترسره کیږي.
په دې سیالیو کې تردې مهاله جاپان په ۴ اتلولیو د اسیا په کچه ترټولو کامیابه لوبډله شمیرل کیږي، چې ورپسی ایران او سعودي عربستان درې درې ځلې؛ خو عراق او کویټ بیا یو یو وار د اسیا فوټبال جام اتلولي ګټلې ده.
د ۲۰۱۵ کال اسیا فوټبال جام سیالیو په پای کې د ښې لوبې ټیمي جایزه ، د غوره ګول ساتوونکي جایزه او د ټورنامینټ د غوره لوبغاړي جایزه اسټرالیا ته او د غوره ګول وهوونکي جایزه بیا دعربي اماراتو لوبغاړي علي مبخوت ته ورکړل شوه چې ۵ ګولونه یې وهلي وو.
د اتلولۍ ګټلو وروسته د اسیا فوټبال شورا مشر شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه اسټرالوۍ لوبډلې ته دلومړي ځل له پاره د اسیا فوټبال جام اتلولۍ په ګټلو مبارکي وویله.