اسدالله خالد: د طالبانو الفتح عملیاتو هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی

سره‌ له‌دې چې د هېواد په ځېنو سیمو کې د جنګ میدان د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ ګرم دی؛ خو د ملي دفاع وزارت د طالبانو له ماتې خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د کابل کمانډويي ځواکونو د نوي قواماندان د معرفۍ په مراسمو کې وویل چې د طالبانو الفتح عملیاتو هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی او د هېواد په مختلفو برخو کې د دې ډلې بریدونه په شا تمبول شوي‌دي.

د ښاغلي خالد په وینا، طالبان د تېرو کلونو په پرتله سږکال د هېڅ لوی ښار په نیولو نه‌دي بریالي شوي.

خو د پوځي چارو شنونکی جاوید کوهستانی د ملي دفاع سرپرست وزیر خبرې له واقعیته لېرې بولي.

ښاغلی کوهستانی سلام وطندار ته وايي، سره له دې چې طالبان د هېواد په ځېنو برخو کې پوځي عملیاتو کې تلفات ورکړي؛ خو افغان امنیتي ځواکونه هم تلف شوي‌دي.

د دې پوځي شنونکي په خبره، طالبان اوس هم په هغو سیمو چې کنټرول لرولو، تسلط لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو اوونیو کې د کابل ښار په دننه کې د افغان امنیتي ځواکونو پوستې د طالبانو تر برید لاندې راغللې.

طالبانو په وروستیو موردو کې د کابل ښار اړوند اوومې ناحیې کې د پولیسو پر پوسته او د پلچرخي په تنګي سیمه کې د عامه نظم ساتونکيو باندې برید کړی‌و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام