د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن له غرمې مخکې د ملياردو د ځانګړیو عملیاتو په قوماندانۍ کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان سره ولیدل.
دواړو سرپرست وزیرانو د هېواد په امنیتي او دفاعي موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.
ورته مطالب:
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته راغی
خلیلزاد: د امریکا لهپاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د افغان ملياردو وروستیو لاستهراوړونو ته په اشارې سره د امریکا متحده ایالاتو د هراړخیزو مرستو قدرداني وکړه او د ملياردو د تجهیزاتو، ښوونې او رزونې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو نه د نورو مرستې غوښتونکی شو.
په ورته وخت کې پاتریک شاناهان افغان ملياردو سره د مرستې په تړاو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې هېواد یې د افغان ملياردو د ښوونې او رزونې او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرستو ته ادامه ورکوي او دوی ځانته نه پرېږدي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان نن په ناڅاپي سفر کابل ته راغی. ویل کې دی به پهدې سفر کې د خپلو ځواکونو ترڅنګ له افغان چارواکیو سره د سولې خبرو اترو د بهیر په اړه هم وغږيږي.