ولسمشر ته نږدې چارواکي وايي، چې د ازبکستان هېواد غواړي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو، فوایدې عامې، د اوبو او انرژۍ، د ترانسپورت، هوايي چلند، کرنې او د روغتیا وزارتونه وايي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي ګډ کمېسیون ناسته ګټوره وه.
په بنسټيزو چارو کې د افغان ولسمشر ارشد سلاکار محمد همایون قیومي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ به ډير ژر د کرنې، انرژۍ، د نفت او ګازو، معادنو او ترانزیت په برخه کې سوداګریز او اقتصادي قراردادونه لاسلیک شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا هم زیاته کړه، چې د ازبکستان سره د سوداګریز تړون سره به چین، روسیې او قزاقستان هیوادونو سره هم سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
د رسا پر خبره، اوس مهال د افغانستان سوداګریز توکي د ایران او پاکستان له لارې د ۹۰ ورځو په ځنډ سره په زیاتو مصارفو، چین، روسیې او قزاقستان هیوادونونو ته صادريږي، چې د ازبکستان سره د تړون په امضاء به سوداګریز توکي په کم لګښت چین، روسیه او قزاقستان ته صادر شي.
د کرنې، اوبو لګونې وزیر اسدالله ضمیر په دې ګډه خبري ناسته کې وویل، چې د ازبکستان سره د کرنې په برخه کې هوکړې به د افغانستان د زراعت د ودې سبب شي.
د ویلو ده، د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې په دې ورستيو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې کمې شوې وې.