د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، له طالبانو سره د ټولو بندي شویو امنیتي ځواکونو خوشې کول، د دولت او خلکو لپاره د بندیانو د تبادلې بهیر یو مهم اصل دی.
صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې دولت په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو او سولې راتګ لپاره له طالبانو د سولې خبرواترو ته ژمن دی.
هغه زیاتوي، دولت به د نن ورځې په پای کې له هراړخیزو ارزونو وروسته د طالبانو د وروستي شمېر خوشې شویو بندیانو او د پاتې هغو د برخلیک په اړه خپل دریځ اعلان کړي.
حکومت د طالبانو بندیانو د خوشې کولو بهیر د وري میاشتې په لسمه پیل او تر اوسه یې شاوخوا ۳ زره او ۹۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.
طالبانو هم د دولت شاوخوا ۶۰۰ بندیان خوشې کړي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له مخې باید حکومت د طالبانو ۵ زره او طالبان هم د حکومت زر بندیان خوشې کړي.
ټاکل شوې د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو تر تبادلې وروسته بینالافغاني خبرې اترې هم پیل شي.