ارګ: حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته چمتووالی لري

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي، حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له‌پاره چمتووالی لري او تر هغه ځایه چې ټاکنې د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري ملاتړ به ترې وکړي.

شاه حسین مرتضوي نن ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټې اعلانولو ملاتړ کوي.

هغه وايي، کوم چمتووالي چې حکومت پورې اړه لري نیول شوی دی.

د مرتضوي په وینا، په هغه لیدنه کې چې محمد اشرف غني له مدني فعالانو او د سیاسي ګوندونو استازو سره لرله له هغوی وغوښتل د ټاکنو په بهیر کې ونډه واخلي او په دې توګه رڼې ټاکنې ترسره شي.

د قانون له مخې د ولسي جرګې ټاکنې باید په ۱۳۹۴ کال کې ترسره شوې وی، خو د امنیتي او ځینو نورو لاملونو له مخې وځنډېدلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام