په افغانستان کې د اروپا اتحاديې ځانګړی استازی فرانز مایکل میلبن په یوې خبري ناسته کې وویل چې فساد د افغانانو د ژوند په ټولو برخو ولکه کړې ده.
نوموړي وویل چې فساد د ټولنې په وجود کې جرړې کړي دي او د ځینو خلکو د ژوند ورځنۍ برخه کرځېدلې ده.
میلبن له اداري او مالي فساد سرچینه اخیستونکو ضررونو ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې د فساد دوام به امنیت، پراختیا او ثبات له ننګونو سره مخ کړي.
ده زیاته کړه چې فساد د دولت مشروعیت له سوال سره مخ کوي، د هېواد بودیجه محدوده وي او د کورنیو او بهیرنیو خصوصي پانګونې د منځه وړو سبب ګرځي او په دې ډول سره د څوو کلونو لاسته راوړې ته زیان رسوي.
په دې ناسته کې جګپوړې حکومتي شخصیتونو موجود و.
په دغه ناسته چې د (جون په ۱۱مه) تر سره شوه د ښې حکومت ولۍ په چارو کې د ولسمشر استازی احمدضیا مسعود، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، د کډوالو وزیر عالمي بلخي، د کلیو او پراخیتا وزیر نصیر احمد دراني هم ګډون درلود، دغو جګپوړو چارواکو وویل چې له فساد سره باید عملي مبارزه وشي .
میلبن د افغان ولسمشر اشرف غني هغو خبرو ته چې امریکا ته په سفر کې کړې وې په اشارې وویل چې ولسمشر په هغه لیدو کې چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کري سره لرله وویل چې "په ریښتني توګه موږ په فساد کې د ښکلیو هېوادونو په ډله کې یو" .
ولسمشر غني فساد یوه "ملي شرماوره او د نه زغم پدیده یاده کړه".
د غه استازي د فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت دریځ د نسبي خوښې په څرګندولو سره وویل نوي حکومت ښايي چې د موجه د لایلو پر بنسټ د هېواد امنیت او ثبات په پرتله فساد سره د مبارزې په برخه کې څلور برابره پاملرنه کړي وي.
ده وویل چې دملي یووالي حکومت دواړه مشران فساد د ملت په وړاندې لویه ستونزه بولي.
میلبن له فساد سره په مبارزه کې د حساب ورکولو په پرمختللو معیارونو، روڼتیا، د نظارت باوري میکانیزم، د ملي ګټو خلاف د جګپوړو چاوراکو ګوښه کول، د فساد کوونکو سملاسي مجازات ، د اغیزمنو محاکمو او امنیتي ځوکونو بیا ژوندي کول په دې برخه کې رغنده یاده کړه.
ده د خپلو خبرو په پای کې افغانستان سره د اروپايي اتحادیې د مرستو په اړه وویل چې دغه ټولنه به د یو اوږد وخت له پاره د افغانستان خلکو سره وي، ده زیادته کړه چې موږ مالي استثنايي مرستې تر ۲۰۲۰ کار پورې غځوو.
د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشراستازي احمدضیا مسعود په خپلو خبرو کې د میلبن خبرو په تائید سره وویل چې که افغانانان په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د فساد له شتوالي دوی ته خبر ورکړي نو حکومت کولای شي چې د فساد کوونکو په خلاف د خطر زنګ په لړزه رواولي.
ده وویل چې له فساد سره په مبارزه کې باید د ملکي خدمتونو قانون تصویب شي او د فساد سره د مبارزې قانون په سیمه ییزو ادارو په سر کې پلی شي.
د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور وویل چې په هېواد کې د فساد د پراختیا لاملونه د دولتي کارکوونکو د معاشونو ټیټ والی، د هېواد د بودیجې حیف و میل کېدل او په حکومتي نظام کې د زورواکو نفوس دي.
دغه ناسته په داسې وخت کې تر سره کیږي چې ولسمشر څه موده وړاندې یو د ملي تدارکاتو په نوم د قراردادونو د ارزونې له پاره کمیسیون په دنده و ګوماره.
له دې وړاندې د و لسمشرۍ په ټاکنو کې ولسمشر او اجرایه رییس له فساد سره په مبارزه له خپلو لومړیتوبونو څخه شمارلې وه.