اروپايي اتحادیه د افغان سولې پروسې ضمانت ته تیاره ده

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استاز رونالډ کوبیا وايي، د دې لپاره چې د افغانستان د څو کلونو لاسته‌راوړنې له منځه لاړې نه‌شي، دا اتحادیه د افغان سولې پروسې ضمانت ته چمتووالی لري.

نوموړي چې تېره ورځ (پنجشنبه) له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، اروپایي اتحادیه د افغان حکومت د سولې منصفانه پروسې ضمانت ته تیاره ده چې په وینا یې دا د یادې اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې فدریکا موګریني نظر دی او تراوسه افغان حکومت او امریکا ورته شین څراغ نه‌دی ښودلی.

د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي زیاته کړه، که د افغان سولې درېیم اړخ (طالبان) هم له دې نظر سره همغږي وي، دوی به د یادې پروسې لپاره لازمې او هراړخیزې هڅې وکړي. نوموړي د کلمبیا او فلېپین د سولې هوکړه‌لیک او د اندونیزیا او میانمار سوله په نړۍ کې د اروپایي اتحادیې د سولې ښې تجربې وبللې.

رونالډ کوبیا وویل چې دغه ضمانت به نظامي نه، بلکې د سیاسي او ډېپلوماټيک ملاتړ او د سولې هوکړه‌لیک د ښه پلي کېدو لپاره وي.

ملاعبدالغني برادر د طالبانو د قطر دفتر رییس شو

غني: د هر چا سره سوله غواړو؛ خو افغانان کمزوري نه دي

لاریون کوونکي: له اوربند پرته سوله ناشونې ده

کوبیا دغه راز وايي چې افغانستان باید له سولې وروسته په سیمه کې پر یوه اقتصادي مرکز بدل شي او دغه راز باید د سوداګرۍ، انرژي او اوبو ته د لاسرسي برخې کې پانګونه وشي.

د نوموړي په وینا، د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره یې د ګډې غونډې پر مهال یوه تګلاره چې مادې یې لرلې، له افغان حکومت سره شریکه کړې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی د کابل پروسې درېیمه غونډه چې ټاکل شوې په مارچ میاشت کې جوړه شي، مهمه بولي.

نوموړی وايي، د سولې تامین او د ټاکنو کېدل مهم دي او دا دواړه باید یو د بل مخه و نه نیسي. رونالډ کوبیا ټینګار کوي: «اروپايي اتحادیه به تر سولې وروسته افغانستان پرې نه ږدي؛ ځکه تر سولې وروسته دا هېواد د سولې هوکړه‌لیک د مدیریت لپاره ډېره اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې هوکړې لپاره هڅې چټکې شوې او یاده ډله اوس د افغان سولې په اړه له امریکايي ډېپلوماټانو سره په قطر کې خبرې اترې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام